د لاسرسي ځای

تازه خبر

په افغانستان کې څه کم لس ميليونه ماشومانو ته د پوليو واکسینو کمپاين پيل شو


په کندهار کې واکسين شوي ماشومان (د ۲۰۲۲ کال د جون د میاشتې انځور)
په کندهار کې واکسين شوي ماشومان (د ۲۰۲۲ کال د جون د میاشتې انځور)

په افغانستان کې د سیپتمبر له ۱۹مې څخه د پوليو واکسینو څلور ورځنی کمپاين پيل شو چې د طالبانو حکومت چارواکي وايي نهه اعشاريه نهه ميليونه ماشومانو ته به کيږي.

په روان ۲۰۲۲ کال کې په افغانستان کې د ګوزڼ وهلو ماشومانو دوه پېښې ثبت شوې دي. يوه د سیپتمبر په ۱۷مه د کونړ ولايت په ماڼوګي ولسوالۍ کې وه او بله په پکتيا ولايت کې ښکاره شوې ده.

په افغانستان کې د طالبانو حکومت د عامې روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان رسنيو ته په ليږلي پيغام کې ویلي چې د سيپتمبر تر ۲۲مې پورې کېدونکی دا کمپاين په روان کال کې د پولیو واکسینو اتم کمپاین دی.

افغانستان او پاکستان په نړۍ کې یوازیني هغه دوه هېوادونه دي چې لا هم پکې د پوليو معذورونکی وایرس شته دی.

په خیبر پښتونخوا کې د پولیو د مخنیوي ادارې مرستیال کوارډینېټر محمد ذیشان د سېپټمپر پر ۱۷مه مشال راډیو ته ويلي وو چې د جنوبي وزیرستان د اوو میاشتو په یو ماشوم کې د پولیو وایرس تصدیق کېدو وروسته په پاکستان کې دا کال د ګوزڼ وهلو ماشومانو شمېر ۱۹ شو.

د پاکستان حکومت ويلي چې دا ټول مریضان په خیبر پښتونخوا کې مخې ته راغلي دي. د چارواکو په وينا چې په سیمه کې د پولیو ضد کمپاینونه کوي خو د خراب امنیت او خلکو د انکار له کبله د یو شمیر چیلنجونو سره مخامخ دي.

XS
SM
MD
LG