د لاسرسي ځای

تازه خبر

بلاول بوټو زرداري وايي له افغانستان سره په ترهګرۍ ضد مبارزه کې همکاري کوي


بلاول بوټو زرداري ویلي دي چې ترهګرۍ د پاکستان او افغانستان ولسونه ځپلي دي - پخوانی انځور.
بلاول بوټو زرداري ویلي دي چې ترهګرۍ د پاکستان او افغانستان ولسونه ځپلي دي - پخوانی انځور.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر وايي چې حکومت یې په سیمه کې له افغانستان سره د "ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې" په برخه کې "همکاري" کوي.

بلاول بوټو زرداري د جنورۍ پر ۱۷مه له الجزیره ټېلېوېژن سره په مرکه کې ویلي دي چې ترهګرۍ د پاکستان او افغانستان دواړو هېوادونو پر خلکو اغېز کړی او باید پر وخت یې په وړاندې مقابله وشي.

دا په داسې حال کې ده چې په ملګرو ملتونو کې د پاکستان استازي منیر اکرم هم له امریکايي خپرونې نیوز ویک سره په مرکه کې ویلي، هېواد یې له افغانستان سره پر "کرښه د سختدریځو وسلوالو شتون او فعالیت سخت اندېښمن" کړی او په خبره یې، "موږ باید طالبانو ته دا قناعت ورکړو، چې د داعش په ګډون له ټولو ترهګرو ډلو سره مقابله" وکړي.

خو د اکرم په خبره، تر هغه وخته چې په افغانستان کې طالبان له مالي پلوه له ستونزو سره مخامخ وي، د ترهګرو په وړاندې به مبارزه ورته سخته وي.

نوموړي دا ادعا هم کړې، چې د اسلامي دولت (داعش) ډلې خراسان څانګه د پیاوړي کېدو په حال کې ده او په خبره یې که طالبان له مالي پلوه له ستونزو سره مخامخ وي ځينې وسلوال یې ښايي له داعش او نورو ډلو سره یو ځای شي.

پاکستان مخکې هم په بیا بیا په افغانستان او پر ډېورنډ کرښه، د داعش ډلې، تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) او نورو وسلوالو ډلو د فعالیت په اړه اندېښنه ښوولې ده.

خو طالب چارواکي دا اندېښنې بې‌ ځایه ګڼي.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر سهېل شاهین د جنورۍ پر ۱۷مه مشال راډیو ته وویل، په افغانستان فقر او بې‌کاري یو چیلېنج دی خو د ده په خبره، له دې سره سره د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په برخه کې یې ژمنتیا پر خپل ځای ده.

ده په ۲۰۲۰ز کال له امریکا سره د سولې د موافقې ته پر ژمنتیا ټینګار وکړ او و یې ویل چې له هغې سره سم یې حکومت "هېچا ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د بل چا په ضد استعمال کړي. که له چا سره په دې اړه کومه اندېښنه وي کولای شي له ډېپلوماټیکو لارو یې له اسلامي امارت سره شریکه کړي. دا حقیقت دی چې په افغانستان کې فقر او بې‌کاري یو چیلېنج دی خو د دې باوجود زموږ ژمنتیا پر خپل ځای ده."

په دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر سهیل شاهین وايي د وسلوالو ضد مبارزې ته ژمن دی - پخوانی انځور.
په دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر سهیل شاهین وايي د وسلوالو ضد مبارزې ته ژمن دی - پخوانی انځور.

شاهین تور پورې کړ چې "ځينې استخبارتي کړۍ د داعش تر نوم لاندې" د افغانستان د خلکو او موجوده نظام پر وړاندې ستونزې جوړې کړې دي. نوموړي د استخباراتي کړیو په اړه له نور وضاحته ډډه وکړه او د چا نوم یې هم یاد نه کړ.

په ورته وخت کې په تېر جمهوري نظام کې د دفاع وزارت مرستیال شاه محمود میاخېل په دې نظر دی، چې پاکستان په دا شان څرګندونو له نړۍ څخه مرسته ترلاسه کول غواړي.

نوموړې د جنورۍ پر ۱۷مه مشال راډیو ته وویل، له تېر حکومته "طالبانو ته ډېره وسله پاتې شوې نو هغه امکانات چې په افغانستان کې موجود دي کافي دي. خو د پاکستان هدف دا دی، چې له دې لارې دنیا او سیمه‌ ییزو هېوادونو، دغه شان له امریکا او روسیې، څخه باج واخلي، چې که د طالب ملاتړ و نه کړئ او له پاکستان سره په دې کې همغږي نه شئ نو دا بدامني او د ترهګرو ډلو نفوذ به نورو منطقو ته سرایت وکړي."

پاکستان په افغانستان کې دننه او پر ډېورنډ کرښه د داعش او نورو وسلوالو ډلو د فعالیت په اړه اندېښنې پر داسې مهال ښوولې دي چې اسلامي دولت ډلې په وروستیو کې په افغانستان کې بریدونه زیات کړي دي.

په همدې حال کې تحریک طالبان پاکستان د ۲۰۲۲ز کال د نومبر په پای کې له حکومت سره د اوربند تر ختمولو وروسته په خیبر پښتونخوا او د پاکستان په نورو برخو کې حملې زیاتې کړې دي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت (یوناما) وايي، د جنورۍ پر ۱۱مه په کابل کې د بهرنیو چارو وزارت ودانۍ ته مخامخ په شوې چاودنه کې ۱۰ کسان وژل شوي ول.

خو د طالبانو حکومت په هغه پېښه کې دپینځو ملکیانو مړینه تایید کړې وه.

البته د بهرنیو چارو وزارت یوې ډېپلوماټیکې سرچیني د نوم نه ښوولو په شرط مشال راډیو ته ویلي ول چې په هغه برید کې د وزارت ۱۶ کارکوونکي وژل شوي ول.

د اسلامي دولت (داعش) ډلې خراسان څانګې د بهرنیو چارو وزارت ودانۍ مخې ته د حملې ذمه واري منلې وه.

د طالبانو حکومت وايي، د داعش ډلې پرضد یې عملیاتو او اقداماتو ته دوام ورکړی دی او په تېرو میاشتو کې یې د یوشمېر مشکوکو وسلوالو د وژنې دعوې هم کړې دي.

XS
SM
MD
LG