د جون په ۱۳ مه د پاکستان په قامي اسمبلۍ کې په وفاقي بجټ بحث پیلېږي.
د قبايلي ضلعو ۵۳ کسيزې جرګې د جون پر لومړۍ نېټه په کابل کې له تحریک طالبان پاکستان سره لیده کاته وکړل او تحریک طالبان پاکستان د جون پر درېيمه نېټه د پاکستان له حکومت سره تر نامعلومې مودې پورې ډز بندې اعلان کړه.
د کراچۍ پوهنتون بلوڅ زده کوونکي تور پورې کوي چې په دې وروستیو کې په ساده جامو کې پولیسو د دوی دوه ملګري دودا الهي او ګمشاد بلوڅ له ځان سره بېولي دي او لا یې هم څه درک نه دی معلوم.
د جون ۱۰مې پر مازیګر د مالي چارو وفاقي وزیر مفتاح اسماعیل په داسې حال کې بجټ وړاندې کړ چې د مخالفه ګوند پاکستان تحریک انصاف سیاستوالان په اسمبلۍ کې حاضر نه ول.
غونډه تر هغې وروسته شوې چې ولسمشر عارف علوي د جون پر څلورمه دواړه قانوني مسودې لاسلیک نه کړې او پارلېمان ته یې د بحث لپاره واستولې.
د بودیجې تر وړاندې کېدو وروسته به په اسمبلۍ کې پر هغې څو ورځې بحث کېږي او د ممکنه بدلونونو په پایله کې به منظورېږي.
د پاکستان د ۲۰۱۷ز کال د سرشمېرنې له مخې په دې هېواد کې تر ۳۵ لکه ۹۵ زره زيات هندوان اوسېږي چې له دې جملې څخه څه باندې ۳۳ لکه په سيند صوبه کې ژوند کوي.
د پاکستان د قامي اسمبلۍ سپيکر د عامر لياقت د مړينې له کبله د اسمبلۍ نننۍ پلان شوې غونډه تر سبا مازيګره ځنډولې ده.
تر دې وړاندې د پاکستان حکومت د هېواد د اقتصادي حالت سمولو لپاره د کفایت شعارۍ د پروګرام عملي کولو اعلان هم کړی دی.
د جرمني د بهرنیو چارو وزارت زیاتوي چې نوموړې د کورونا وایرس تر مثبت ټېسټ مخکې په اسلام اباد کې له خپل پاکستاني سیال بلاول بوټو زرداري سره پر دوه اړخیزه همکاریو، د افغانستان پر وضعیت او سیمه ییزو چیلېنجونو خبرې وکړې.
د جون پر اوومه د وزیراعظم شهباز شریف په مشرۍ د کابینې په غونډه کې پرېکړه وشوه چې وزیران او سرکاري چارواکي به د پېټرولو او ډیزلو استعمال ۴۰ فیصده کموي، حکومت به سرکاري چارواکو ته نوي ګاډي نه ورکوي او هغوی به په سرکاري خرڅ بهرنیو هېوادونو ته نه ځي.
نور وښیئ