د لاسرسي ځای

تازه خبر

سعودي ته د حاجیانو د ورتلو لړۍ پیل شوې


د ارشیف انځور
د ارشیف انځور

د پاکستان د مذهبي چارو وزارت وايي چې په سعودي عرب کې یې د خپلو حاجیانو لپاره انتظامات سر ته رسولي دي.

وزارت پرون (د جون پر ۱۰مه) پر خپله ټويټر پاڼه لیکلي چې له پاکستانه حج ته تلونکيو ټولو کسانو باید د کورونا واکسین کړی وي. بلخوا د پاکستان سرکاري راډیو هم تېره ورځ خبر خپور کړی چې پرون څه نا څه اووه نیم زره پاکستاني حاجیان مدینې ته رسېدلي او د جمعې لمونځ یې ادا کړی. په مدینه کې د پاکستان هاوس تر مخه دا حاجیان به هلته اته ورځې تېروي او له هغه وروسته به مکې ته ځي.

تر دې وړاندې، سعودي عرب اعلان کړی وو چې سږکال به حج ته د ورتلونکو خلکو په شمېر کې اضافه وکړي. خو حج ته د ورتلونکو خلکو لپاره ځینې شرطونه هم اېښودل شوي دي. دا له هغې وروسته ده چې تېر دوه کاله د کورنا وايرس وبا له کبله له بهرنیو هیوادونو خلک حج ته نه وو ورغلي.

په دغه دوران کې د عمرې لپاره د تلونکیو خلکو شمېر هم کم شوی وو خو د تېر کال (۲۰۲۱ز) له نومبر راهیسي ورو ورو د زایرینو شمېره زیاته شوه او شاوخوا ۲۰ زره کسان به هره ورځ د عمرې لپاره کعبې ته پرېښودل کېدل.

تر کورونا وایرس وړاندې به سعودي عرب د حج او عمرې په مد کې هر کال ۱۲ اربه ډالره امدن تر لاسه کاوه.

سعودي عرب: سږ کال به یو میلیون خلک د حج کولو اجازه ولري
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:21 0:00

هلته د افغانستان په سر ښار کابل کې هم خلکو ته د حج کولو لپاره د ویزو ورکولو بهیر پیل شوی دی.
د طالبانو د حکومت د حج او اوقافو وزارت وايي، دغه بهیر پرون (د جون پر ۱۰مه) پیل شوی او هغو کسانو ته به ویزې ورکول کیږي چې د حج لپاره یې ټول شرایط پوره کړي وي.

دغه وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، دوی هڅه کوي چې د افغان حاجیانو لپاره ډېرې اسانتیاوې رامينځته کړي.

سږ کال له افغانستانه یوازې ۱۳۵۸۲ کسان د حج لپاره سعودي عرب ته تللای شي. دغه شان سعودي ته د حج لپاره هر تلونکی افغان باید ۴۲۰۰ ډالر ورکړي، په داسې حال کې چې مخکې دغه رقم ۲۴۰۰ ډالره وو.

XS
SM
MD
LG