د نفیس نعيم د تښتول کېدو ويډيو پر سوشل ميډيا هم خپره شوې ده. په دې ويډيو کې ښکاري چې په ساده کپړو کې څو کسان نفیس نعيم ګاډي ته په زوره خيژوي.
د جون پر ۱۲مه په ملتان کې شوې دې سیالۍ کې لومړی بيټينګ پاکستان وکړ او په مقررو ۵۰ اوورونو کې یې د ۹ لوبغاړو په اوټ کېدو یې ۲۶۹ رنز جوړ کړل.
وزيراعظم شهبازشریف د جون پر ۱۲مه پر ټوېټر ليکلي چې افغان وګړو ته د ټرانزیټ ویزو ورکړه به "له هغوی سره د راتلونکي سفر لپاره د کاغذي کارونو په بشپړولو کې مرسته وکړي."
د جون په ۱۳ مه د پاکستان په قامي اسمبلۍ کې په وفاقي بجټ بحث پیلېږي.
د قبايلي ضلعو ۵۳ کسيزې جرګې د جون پر لومړۍ نېټه په کابل کې له تحریک طالبان پاکستان سره لیده کاته وکړل او تحریک طالبان پاکستان د جون پر درېيمه نېټه د پاکستان له حکومت سره تر نامعلومې مودې پورې ډز بندې اعلان کړه.
د کراچۍ پوهنتون بلوڅ زده کوونکي تور پورې کوي چې په دې وروستیو کې په ساده جامو کې پولیسو د دوی دوه ملګري دودا الهي او ګمشاد بلوڅ له ځان سره بېولي دي او لا یې هم څه درک نه دی معلوم.
د جون ۱۰مې پر مازیګر د مالي چارو وفاقي وزیر مفتاح اسماعیل په داسې حال کې بجټ وړاندې کړ چې د مخالفه ګوند پاکستان تحریک انصاف سیاستوالان په اسمبلۍ کې حاضر نه ول.
غونډه تر هغې وروسته شوې چې ولسمشر عارف علوي د جون پر څلورمه دواړه قانوني مسودې لاسلیک نه کړې او پارلېمان ته یې د بحث لپاره واستولې.
د بودیجې تر وړاندې کېدو وروسته به په اسمبلۍ کې پر هغې څو ورځې بحث کېږي او د ممکنه بدلونونو په پایله کې به منظورېږي.
د پاکستان د ۲۰۱۷ز کال د سرشمېرنې له مخې په دې هېواد کې تر ۳۵ لکه ۹۵ زره زيات هندوان اوسېږي چې له دې جملې څخه څه باندې ۳۳ لکه په سيند صوبه کې ژوند کوي.
د پاکستان د قامي اسمبلۍ سپيکر د عامر لياقت د مړينې له کبله د اسمبلۍ نننۍ پلان شوې غونډه تر سبا مازيګره ځنډولې ده.
نور وښیئ