دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان حکومت د جون پر دویمه د یو لیټر پېټرولو او ډیزلو بیې ۳۰، ۳۰ روپۍ او د خاورو تېلو بیه څه د پاسه ۲۶ روپۍ لوړې کړې. تر دې شاوخوا یوه اوونۍ مخکې هم اسلام اباد د تېلو په بیو کې د یو لیټر پر سر د ۳۰ روپیو زیاتوالی اعلان کړی وو.