د جرمني د بهرنیو چارو وزارت زیاتوي چې نوموړې د کورونا وایرس تر مثبت ټېسټ مخکې په اسلام اباد کې له خپل پاکستاني سیال بلاول بوټو زرداري سره پر دوه اړخیزه همکاریو، د افغانستان پر وضعیت او سیمه ییزو چیلېنجونو خبرې وکړې.
د جون پر اوومه د وزیراعظم شهباز شریف په مشرۍ د کابینې په غونډه کې پرېکړه وشوه چې وزیران او سرکاري چارواکي به د پېټرولو او ډیزلو استعمال ۴۰ فیصده کموي، حکومت به سرکاري چارواکو ته نوي ګاډي نه ورکوي او هغوی به په سرکاري خرڅ بهرنیو هېوادونو ته نه ځي.
په دې اړه د جون په دویمه یوه اعلامیه د استخباراتو د اسټبلېشمېنټ ډویژن لخوا خپره شوې ده چې پکې ویل شوي، وزیر اعظم شهباز شريف د ملک استخباراتي ادارې ته دا اختیار ورکړی چې د سرکاري ملازمینو د څارنې مسولیت دې په خپله غاړه واخلي.
د پاکستان د بشري حقونو خپلواک کمېشن ویلي چې جاسوسي ادارې، ايي ايس ايي ته تر مقررۍ وړاندې د ملکي چارواکو د ارزونې چارو سپارل د پاکستان د جمهوري اقدارو لپاره ښه نه دي.
د ترهګرۍ پرضد د پاکستان قامي اداره نيکټا وايي چې یوازې په ۲۰۲۰م کال کې ناقانونه ګرځول شوې وسله والې ډلې تحریک طالبان پاکستان په هیواد کې د ۷۹ بریدونو ذمه واري منلې وه.
په دې اړه د جون په دویمه یوه اعلامیه د استخباراتو د اسټبلېشمېنټ ډویژن لخوا خپره شوې ده چې پکې ویل شوي، وزیر اعظم د ملک استخباراتي ادارې ته دا اختیار ورکړی چې د سرکاري ملازمینو د څارنې مسولیت دې په خپله غاړه واخلي.
دغو مشرانو د جون پر درېیمه له مشال رېډيو سره په خبرو کې، په کابل کې د شویو خبرو اترو غندنه کړې او وايي چې دا د پښتنو په خاوره یو ځل بیا جنګ ته لاره برابروي.
دا په داسې حال کې ده چې حکومت شاوخوا یوه اوونۍ مخکې هم د تېلو په بیو کې د یو لیټر پر سر د ۳۰ روپیو زیاتوالی اعلان کړی وو.
د عمران خان څرګندونو د پاکستان په سېنېټ کې د بېلابېلو ګوندونو استازي غبرګونونو ته اړ کړل. وزیراعظم شهباز شریف هم د خان پر څرګندونو انتقاد کړی او د پیپلز ګوند مشر اصف زرداري یې څرګندونې غندلې دي.
پولیسو په ۲۰۱۹ز کال کې پر علي وزیر او د پښتون ژغورنې غورځنګ پر نورو غړو د کراچۍ په سهراب ګوټ کې مقدمه درج کړې وه چې پکې پر هغوی د ریاست ضد د ویناګانو او د خلکو پارولو تورونه پورې شوي دي چې نوموړی او غورځنګ یې ردوي.
دا خبره د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردغان د پاکستان وزیراعظم شهباز شريف د جون پر لومړۍ نېټه په انقره کې تر ملاقات وروسته ګډې خبرې غونډې ته کړې ده.
نور وښیئ