د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان قامي اسمبلۍ غړی عامر لياقت حسېن مړ شوی


ډاکټر عامر لياقت حسېن د قامي اسمبلۍ غړی او پر ټېليويژن د مذهبي خپرونو کوربه و ــ انځور له ارشيفه
ډاکټر عامر لياقت حسېن د قامي اسمبلۍ غړی او پر ټېليويژن د مذهبي خپرونو کوربه و ــ انځور له ارشيفه

د پاکستان قامي اسمبلۍ غړی او د ټېليويژن پروګرامونو وړاندې کوونکی ډاکټر عامر لياقت حسېن د ۴۹ کلونو په عمر نن (د جون پر نهمه) په کراچې کې ومړ.

د کراچې د شرقي سیمو د پولیسو مشر ډي ای جي مقدس حيدر پاکستانيو رسنیو ته د دغه خبر پخلی کړی دی.

پولیس وایي د عامر لیاقت حسېن صحت نن سهار ناڅاپه خراب شو او وروسته د کراچۍ اغا خان روغتون ته یووړل شو چيرته چې هغه ساه ورکړه.

د هغه د مړینې لامل لا هم نه دی معلوم، خو پولیسو ویلي چې د نوموړي جسد د پوسټ مارټم لپاره اوس جناح روغتون ته رسول شوی او وروسته به په دغه اړه معلومات له رسنیو سره شریک کړي.

د ډاکټر عامر لياقت حسېن سياسي ژوند

عامر لياقت حسېن په لومړي ځل په ۲۰۰۲ز کال کې له کراچۍ څخه د متحده قومي مومنټ ګوند پر ټکټ باندې د پينځو کلونو لپاره د قامي اسمبلۍ غړی منتخب شو.

په دا وروستيو کې نوموړی د پاکستان تحريک انصاف ګوند لخوا په ۲۰۱۸ز کال کې د قامي اسمبلۍ غړی منتخب شو. خو په دا وروستيو کې يې د ګوند له مشرتابه سره ځینې اختلافات لرل او د ګوند په سیاسي هلو ځلو کې یې هم ګډون نه کاوه.

د ډاکټر عامر لياقت حسېن ټېليويژن ته راتګ

د سياست تر څنګ هغه د پاکستان پر شخصي ټېليويژنونو د کوربه يا وړاندې کوونکي په حيث هم کار کړی و.

نوموړی په لومړي ځل په ۲۰۰۱ز کال پر شخصي ټېليويژن "جيو" باندې د "عالم ان لاين" په نوم د يوې مذهبي خپرونې د کوربه او وړاندې کوونکی په حيث راڅرګند شو چې زيات شهرت يې وموند. د همدې خپرونې له کبله هغه د يو مذهبي عالم په نوم هم وپېژندل شو.

په دا وروستيو کې هغه د پاکستان پر ځينو شخصي ټېليويژنونو د روژې په مياشت کې ځانګړې خپرونې هم وړاندې کولې.

د ډاکټر عامر لياقت حسېن ټولنيز ژوند

خو پر دې هر څه سربېره د نوموړي شخصي ژوند په دا وروستيو کې له ناندريو ډک و. عامر لياقت درې ودونه کړي ول. هغه خپلو دوو مېرمنو ته طلاق ورکړی و خو د روان ۲۰۲۲ز کال په فبرورۍ کې تر درېيم واده کولو څو مياشتې وروسته يې پر ټولنيزو رسنيو له خپلې مېرمنې سره اختلافات په ډاګه کړل.

د هغه مېرمن هم په ټولنيزو رسنيو راڅرګنده شوه او په ډاګه يې کړه چې له عامر لياقت حسېن څخه يې د خلع اخيستلو لپاره په عدالت کې قضيه جمع کړې ده.

د دې وروستۍ پېښې تر رامنځ ته کېدو وروسته عامر لياقت حسېن پر ټولنيزو شبکو د يوه ويډيويي پيغام له لارې اعلان کړی و چې پاکستان پرېږدي.

د هغه پر مړينې که يو خوا ګڼو خلکو غمرازي ښودلې خو بلخوا ځينو خلکو د هغه پر سياسي او ټولنيز ژوند نيوکې کړې دي.

XS
SM
MD
LG