د لاسرسي ځای

تازه خبر

د جرمني بهرنیو چارو وزیرې د پاکستان سفر لنډ کړی


انالینا بېیربوک د جون پر اوومه د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر بلاول بوټو زرداري سره ولیدل.

د جرمني د بهرنیو چارو وزیرې انالینا بېیربوک په کورونا وایرس تر اخته کېدو وروسته د پاکستان سفر لنډ کړی دی.

دا خبره د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري د جون پر اوومه پر ټوېټر په بیان کې کړې ده. هلته المان غږ ووبپاڼې هم د جرمني د بهرنیو چارو وزارت په حواله ویلي چې ټاکل شوې وه چې بېیربوک په څلور ورځني سفر کې تر پاکستان وروسته یونان او ترکیې ته هم تللې وای.

د جرمني د بهرنیو چارو وزارت زیاتوي چې نوموړې د کورونا وایرس تر مثبت ټېسټ مخکې په اسلام اباد کې له خپل پاکستاني سیال بلاول بوټو زرداري سره پر دوه اړخیزه همکاریو، د افغانستان پر وضعیت او سیمه ییزو چیلېنجونو خبرې وکړې.

وزارت زیاتوي چې په کورونا وایرس د اخته کېدو له وجې د بېیربوک ټولې غونډې لغوه شوي دي خو جرمني ته د نوموړې د ستنېدو په اړه یې معلومات نه دي ورکړي.

تر دې مخکې زرداري او بېیربوک د پاکستان بهرنيو چارو وزارت په انګړ کې په يوه شريکه خبری غونډه کې وويل چې د خپلو هېوادونو تاريخي تجارتي، سیاسي او اقتصادي اړيکې به دوامدارې ساتي.

بلاول بوټو زرداري وويل چې د جرمني له بهرنيو چارو وزيرې انالينا بیربوک سره بې په ملاقات کې د دوه اړخيزو اړيکو تر څنګ د افغانستان او نړۍ پر موضوعاتو خبرې وکړي.

د جرمني د بهرنيو چارو وزيرې انالينا بیربوک په شريکه خبري غونډه کې وويل چې د افغانستان په بحران یې نظر دی. هغې وويل چې د طالبانو د حکومت پر مهال افغانستان مخ پر ځوړ روان دی. هغې زیاته کړه چې نجونې له تعليم بې برخې کړل شوې او ښځې له عام ژونده غايبه کړل شوې او طالبانو مخالف نظرونه "په بې رحمۍ سره ځپلي".

هغې زياته کړه: "نړيواله ټولنه بايد طالبانو ته ډير واضحه او په زوره ووايي چې تاسو په غلطه خوا روان یاست. تر څو چې دوی پر دې لاره روان وي، نه خو به نړۍ ورسره اړیکې عادي کړي او نه به یې هم په رسميت وپيژني. موږ به د افغانانو سره خپلې مرستې روانې وساتو. موږ به هغوی ته بشري مرستې ورسوو او د هغوی ملاتړ ته به دوام ورکړو."

XS
SM
MD
LG