د پاکستان وزيراعظم نواز شریف وايي، د یني عالمان دې په ټولنه كې د يو والي او د رښتونو اسلامي تعليماتو د خپرولو لپاره کوټلي ګامونه پورته کړي.
په پاکستان کې د سیاسي او امنیتي چارو ځينې کارپوهان وايي، د امریکا لخوا د داسې وړاندیزونو موخه پر پاکستان فشار اچول دي.
په عین حال کې افغانستان د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د پاکستان پرضد رسمي شکایت کړی دی.
د پاکستان پوځ مشر جنرال قمر باجوه ویلي چې ردالفساد عملیات د هېڅ یوه خاص نسل، فرقې یا ډلې پرضد نه بلکې د وسله والواو د ترهګرۍ پر ضد دي.
نفيس زکريا زياته کړه چې د پولې ساتنې نظام د دواړو خوا ولس او د هېوادونو په ګټه دی د څه لپاره چې وخت په وخت له افغان حکومت سره د پاکستان خبرې روانې وي.
د پاکستان د بهرینو چارو وزارت وايي،چې په سعودي عرب کې د پوليسو له خوا د نرښځيانو د نيولو او د تشدد وروستو د وژنې خبرونه رښتيا نه دي بلکې هلته يو پاکستانی نرښځی د زړه د دورې له کبله مړ شوی دی.
په چمن کې د سوداګرانو ټولنې مشر انجینیېر دارو خان وايي، چې اوس هم په چمن او سپین بولدک کې د پولې دواړو غاړو ته په سلګونه موټران او کنټېنران ولاړ دي.
د پاکستان پخوانی سفیر ایاز وزیر وايي چې د تېرو جنګونو په شان به د مفاداتو دا ټکر د پښتنو سیمې له نوره هم بیقراري راوړي.
د جميعت علماء اسلام ف ډلې د خیبر پښتونخوا وياند جليل جان مشال راډيو ته وويل چې د دوی ګوند د قبايلي اصلاحاتي راپور او د هغې له منظورېدو مطمينه نه دي او غواړي چې د قبايلي سيمو د راتلونکې فيصله دې د فاټا ولس وکړي نو ځکه يې دا جرګه رابللې ده.
د سازمان مشرې فرزانه مشال راډیو سره د خبرو پر مهال تور پورې کړ چې تېره اوونۍ په رياض کې پوليسو پر نرښځيانو تشدد کړی او ۳۵ يې نيولي وو.
په پنجاب صوبه کې د پښتنو د ځورولو خبرونه رامنځ ته کېدو وروستو نن د سه شنبې په ورځ د خېبرپښتونخوا حکومت او عوامي نېشنل ګوند بېل بېل پلاوي لاهور ته تللي دي چرته چې به هغوي د پښتنو مشرانو، مزدورانو او چارواکو سره ليده کاته کوي.
پر ډېورنډ کرښه د وسله والو د تګ راتګ خبره د دواړه هېوادونو ترمينځ له شته ستونزو څخه يوه ده.
نور وښیئ