محمود خان اڅکزي له وزيراعظم نواز شريف سره د نورو موضوعاتو تر څنګ په پنجاب کې پښتنو ته په ورپېښو مشکلاتو او د پولیسو لخوا پر ځورونو هم خبرې کړې چې وزيراعظم ورته ته نه تکرارېدو ډاډ ورکړی دی.
دا په داسې حال کې ده چې په پاکستان کې د مارچ له ۱۵مې د کور او سرشمېرنې بهیر پیل شوی دی چې د مې تر ۲۵مې به دوام لري.
اسلام اباد: د پیپلز ګوند سېنېټره سحر کامران وايي، په سېنېټ کې د غړیود کموالي او د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د مخالفت له کبله پر مسودې بحث ځنډول شوی دی.
په پنجاب پوهنتون کې د پښتنو زده کونکیو لخوا د نوروز ورځې لمانځلو مهال پرې د زده کوونکیو یوې بلې ډلې برید کړی چې د راپورنو له مخې ګڼ پکې ژوبل شوي دي.
په ۲۰۱۶م کال له پاکستانه تر ۳ لکه ۸۰ زره زيات راجستر افغان کډوال د یو اېن اېچ سي ار په مرسته خپل وطن ته ستانه شوي دي.
د پاکستان او هند ترمینځ د اوبو وېش سیند طاس تړون د کمېشنرانو دوه ورځنۍ غونډه په اسلام اباد کې شروع شوې.
په دا وروستيو کې سوداګرو، د پاکستان پر حکومت فشار زيات کړی وو چې دا لارې دې د لويو اقتصادي زیانونو مخنیوي لپاره پرانيزي.
د اتوار ورځ د پاکستاني وزیر اعظم نواز شریف په سپارښتنه صدر ممنون حسېن د هندوانو ودونو بل ۲۰۱۷ لاسليک کړ چې اوس د قانون برخه وګرځول شو.
پراګ: په پاکستان کې دا مهال د پوځي عدالتونو په موده کې د زیاتوالي موضع د سیاسي ګوندونو تر منځه تاوده بحثونه راپورته کړي دي.
د پاکستان سیاسي ګوندونو که څه هم پوځي عدالتونو ته یو ځل بیا د کار پیلولو اجازه ورکړې ده خو په عین حال کې زیاتره ګوندونه دا ګام له یو جمهوري ملک سره وړ نه بولي.
په پاکستان کې له ۱۹ کالو وروسته د سرشمېرنه بهیر روان دی چې په دوه پړاوه کې به تر سره کېږي.
د پاکستان او هند ترمېنځ په دې اړه مزاکرات په وروستي ځل د ۲۰۱۵م کال په مې میاشت کې شوي وو.
نور وښیئ