د لاسرسي ځای

د پاکستان پوځ مشر جنرال قمر باجوه ویلي چې ردالفساد عملیات د هېڅ یوه خاص نسل، فرقې یا ډلې پرضد نه بلکې د وسله والواو د ترهګرۍ پر ضد دي.

د پاکستان پوځ د عامو اړیکوڅانګې په وینا دا خبره جنرال باجوه د پوځ د کور کمانډرانو په پرونۍ غونډه کې کړې ده.

په دا ورستیو کې د ملک په مختلفو برخو کې د ترهګرۍ بیا بیا پېښو په ترڅ کې چې بمي چاودنې او ځانمرګي بریدونه پکې شامل ول د پاکستان پوځ د وسله والو پرضد ردلفساد عملیات شروع کړل او یو شمېر مشکوکه کسان یې هم نیولي دي.

د پوځ مشر د دې بيان په اړه د دفاعي چارو کار پوه ريټايرد بريګيډير سعد وايي چي په ملک کې روان ردلفساد عمليات د نېشنل ايکشن پلان (قامي کړنلارې) برخه ده په کوم کې چې يوه ډله فرقه نه بلکې ترهه ګر په نښه کېږي.

د ده په وېنا چې په ملک کې د ترهه ګرې پېښو له وجې داسې ګامونه پورته کول د وخت ضرورت دې او په عملياتو کې د يو خاص فرقې ځورول کېدل صرف د پولېسو په سطح کېږي.پکار ده چې په اعتماد او د متعلقه ډلو مشرانو سره په خبرو دې دامسله هواره کړل شي.

''د پښتنو ځورولو کېدلو کې پوځ هيڅ کار نشته داشکايت د پوليس او سرکاري انتظامې نه شوې دې د پوځ نه نه دې شوی او فرض که ک د پنجاب پوليسو نه دا زياتې شوې وي نو طريقه دا ده چې د دغه خلکو مشران د عزت سره راببل پکار دي او په عزت سره هغوي سره ناسته پکار ده،زما خيلا نيه دې چې د دغه خلکو مشران به مرسته ورسره ونه کړي.باقي دا چې که هغه پښتون وي،پنجابې يا سيندې خو چې په ترهه ګرې کې ککړ وي نو د هغي خلاف کاروايي کول پکار دي ځکه چې د ترهه ګرنه خو څه نسل شته نه مذهب.''

څه موده مخکې په پنجاب کې پر امنیتي او حکومتي ادارو تور پورې شو چې هلته د وسله والو پر ضد د عملیاتو په نوم، پښتانه ځورول کېږي.

خو کار پوهان وايې چې په پنجاب کې په دې ورستيو کې له پښتنو سره د پوليسو لخوا بد سلوک شوی وو د څه نه پس چې د پوځ د مشر لخوا دا بيان راغلی د کوم مطلب چې دا ردول دي چې د يو خاص فرقې يا ډلې پرضد کاروايانې نه دي روانې.

هم په دې اړه د سياسي چارو کار پوه حسن عسکري وايې چې په پنجاب کې د پوليسو غېر تربيت يافته رويو او سختې له وجې دا قسمه مسلې رامخې ته شوې.

د ده په وېنا چې په عملياتو کې د استخباراتي نظام تر لاندې کاروايانې پکار وې د پوليسو لخوا داسې نېغ په نيغه خلک زورول نه وو پکار.

''د پنجاب حکومت مسله دا ده چې هغه غواړي چې په پنجاب صوبه کې دې د پوځ کرادار محدوده وي. نو له دې وجې دوی په تندۍ کې له هر کسه تفتيش شروع کړو د څه له وجې چې دا شکايتونه مخې ته راغلل. زما په خيال د پنجاب پوليسو دا طريقه غلطه وه. زموږ پوليس دې قسمه کارونو لپاره څه خاص تربيت نه لري نو دا وجه ده چې د هغوی له خلکو سره روېې سختې وي، نو بيا په داسې حالاتو کې د پوليسو هم دغه طريقه د حکومت د بدنامۍ وجه جوړېږي."

ای اېس پي ار بیان وايي چې د پوځ مشر غونډې ته پر ډېورنډ کرښه د خاردار سیم لګولو، افغان کډوالو ستنولو او د عدلیې، پولیسو اومدرسو په ګډون په تعلیمي نظام کې د اصلاحاتو په اړه معلومات ورکړل.

XS
SM
MD
LG