د لاسرسي ځای

تازه خبر

"په سعودي کې د پاکستانيو نرښځيانو د وژنو د راپورونو پلټنې دې وشي"


په پاکستان کې نرښځيان د خپلې يوې ملګرې علي شاه د وژنې پرضد مظاهره کوي(فايل فوټو)
په پاکستان کې نرښځيان د خپلې يوې ملګرې علي شاه د وژنې پرضد مظاهره کوي(فايل فوټو)

د سازمان مشرې فرزانه مشال راډیو سره د خبرو پر مهال تور پورې کړ چې تېره اوونۍ په رياض کې پوليسو پر نرښځيانو تشدد کړی او ۳۵ يې نيولي وو.

په پېښور کې د نرښځيانو د حقونو لپاره فعاله سازمان د پاکستان او سعودي عرب له چارواکيو غوښتنه کړې چې د هغو راپورونه پلټنې دې وکړي چې تر مخه يې په رياض کې د پوليسو په تشدد کې دوه پاکستاني نرښځيان وژل شوي دي.

د سازمان مشرې فرزانه دسېشنپې په ورځ په پېښور پرېس کلب کې تر خبرې غونډې وروسته له مشال راډیو سره د خبرو پر مهال تور پورې کړ چې تېره اوونۍ په رياض کې پوليسو پر نرښځيانو تشدد کړی او ۳۵ يې نيولي وو.

دې زياته کړه، د دوی د مالوماته تر مخه دغه نرښځیانو چې پکې دوه له پېښوره ورغلي وو، هلته خپله خوشالي لمانځله چې پوليسو ورباندې تشدد وکړ.

که دغه دوه نرښځيان نه دي وژل شوي نو بيا بايد سعودي عرب حکومت دا ځواب ورکړي چې هغه بيا دا وخت چرته دي.؟ فرزانه

فرزانه وايي، په سعودي عرب کې مېشت نرښځيان د هغه هېواد له سخت قانونه خبر دي نو ځکه يې نه د ښځو جامې اغوستې وې او نه يې هم څه ډول ګډاګاني کولې.

دې پوښتنه راپورته کړه چې که دغه دوه نرښځيان نه دي وژل شوي نو بيا بايد سعودي عرب حکومت دا ځواب ورکړي چې هغه بيا دا وخت چرته دي.؟

د سازمان مشرې دا هم وويل چې د دوی د مالوماتو له مخې په نيول شويو پنځه ديرش نرښځیانو کې شپږ وروسته خوشي کړل شوي دي.

پر دې موقع د بشري حقونو يوې فعالې قمر نسيم وويل، دوي پيښه د پاکستان بشري حقونو سازمان او په سېنټ کې د بشري حقونو کمېټۍ سره شريکه کړې ده.

خو بل خوا رويټرز خبري اژانس ليکي چې سعودي چارواکيو ويلي چې د دوو پاکستانيو نرښځيانو د پولیسو په تشدد کې د وژل کېدو خبره نا سمه ده.

XS
SM
MD
LG