د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خېبرپښتونخوا حکومت او عوامي نېشنل ګوند پلاوي لاهور تللي


په پنجاب صوبه کې د پښتنو د ځورولو خبرونه رامنځ ته کېدو وروستو نن د سه شنبې په ورځ د خېبرپښتونخوا حکومت او عوامي نېشنل ګوند بېل بېل پلاوي لاهور ته تللي دي چرته چې به هغوي د پښتنو مشرانو، مزدورانو او چارواکو سره ليده کاته کوي.

د عوامي نېشنل ګوند مرکزي سېکتر مياافتخارحسېن وايي چې دوی کله هم د وسله والو يا ترهګرو مرستيال نه دي خو ترهګري له يو قام سره هم تړل نه دي پکار بلکې دوی غواړي چې د هر شر خوښي پرضد کاروايي وکړی شي نه چې د يو قام پرضد.

نوموړي مشال راډیو ته وويل چې دوی پنجاب ته ځي هلته عام ولسه دا پوښتنه کوي چې کومې پاليسۍ د پښتنو پرضد پنجاب حکومت چلوي دا سمې دي يا نه. ځکه چې پښتانه د مودو راهيسې هلته اوسي نو نن ولې دا تکليف راپورته شوی دی.

د خېبرپښتونخوا صوبايي حکومت له خوا هم د اعلی وزير پروېزخټک په مشرۍ يو پلاوی لاهور ته رسېدلی او هلته د پښتنې ټولنې له مشرانو سره ليده کاته کوي.

په دغه پلاوي کې د صوبايي اسمبلۍ سپيکر اسدقېصر، صوبايي وزير محمود خان او د صوبايي اسمبلۍ غړی شوکت يوسفزی شامل دي.

مشال رېډيو د بيا بيا رابطې وروستو هم د خېبرپښتونخوا د يادو غړو له خوا کوم دريځ مخې ته نه دی راغلی خو راپورونه وايي چې دوي به هلته د پښتنو مشرانو سره د ملاقاتونو وروستو له پنجاب حکومت سره ويني.

د پنجاب وروستو په سيند کې هم د پښتنو د ځورولو خبرونو رامنځ ته کېدو په پوښتنه د عوامي نېشنل ګوند سېکتر مياافتخارحسېن وويل چې دوی له اصف علي زرداري سره خبره کړې خو بيا هم دوی يواځې د پنجاب پورې دا واقعات محدوده نه ګڼي بلکې په هر ځای کې چې د پښتنو ځورول کېږي دوی به يې پوښتنه کوي او ترهګري کله هم د يو قام سره نه تړي.

مياافتخارحسېن زياته کړه چې دوی کله هم د عام پنجابي وګړي پرضد نه بلکې هلته مېشت د وسله والو پرضد خبره کړې.

((که پښتانه ترهه ګر وي بالکل دې د هغوي پرضد عمليات وکړي، که سيندی، بلوچی يا پنجابی ترهه ګر وي د هغه پرضد دې هم هغه رنګ عمليات وکړی شي مونږ يې ملاتړ کوو. اوس د سيند په حېدراباد سيمه کې بې شمېره پښتانه په يو پړي کې تړل شوي ول نو اوس دا رنګ خبرې کول ضروري دي چې د دې زيان د پښتنو سره سره پاکستان ته هم دی)).

د دې وړاندې خېبرپښتونخوا حکومت په صوبايي اسمبلۍ کې هم د پښتنو د ځورولو د پېښو غندنه د يو قرارداد د لارې کړې خو د مرکزي حکومت ترڅنګ د پنجاب حکومت او سيند حکومت په بيا بيا دا تورونه ردوي او وايي چې دوی د کوم خاص قام يا نسل پرضد عمليات نه کوي بلکې د دوی عمليات د وسله والو پرضد دي.

XS
SM
MD
LG