د لاسرسي ځای

تازه خبر

د هېليکاپټرې عمله د پاکستانیو طالبانو ولکه کې ده


تحریک طالبان پاکستان وايي چې په افغانستان کې د لويدلې پاکستاني هېليکاپټرې کارکونکي د دوي په ولکه کې دي.

اې پي خبري اژانس ليکي چې د تحريک طالبان پاکستان د يوې ډلې د وياند قاري سيف الله په وينا د هېليکاپټرې کارکونکي د لوګر ځايي وسله وال کومندان آدم کوچي په قبضه کې دي.

د نوموړې په وينا برمته کارکونکي يې د افغان ځواکونو له ممکنه بريده د ژغورلو یا بچکولو په غرض خوندي ځايې ته رسولې دي

اې پي د قارې سيف الله له خولې زياتوي چې د هېليکاپټرې يو پایلټ سخټ ټپي دي او ښايي چې برمته شویو کسانو کې د پاکستان د استخباراتو کارکونکي هم وي.

دې زياتوي چې د برمته شویو کسانو د ساتنې پرځای د جيټ الوتکو په بمبارې کې د دوی يو ملګرې مړ او دوه نور ژوبل شوي دي۔

د زيارت په شپه ناوخته د پاکستاني هېليکاپټرې د لويدو پخلی د پاکستان او افغانستان دواړو حکومتونو کړی دی.

د لوګر د ازره ولسوال حميد الله حامد اې پي ته ويلې وو چې د هېليکاپټرې د لوېدو وروستو شپږ کارکونکي وسله والو طالبانو له ځان سره بیولي دي.

د پاکستان پوځ ای اېس پي آر وياند لفټننټ جنرل عاصم سليم باجوه په وينا په هېليکاپټرهکې شپږ کارکونکي سپاره ول چې د مرمت په غرض ازبکستان ته روان وه.

نوموړی دا هم وايي چې برمته شویو کسانو کې يو روسی فضايي لارښود او نور د پوځ متقاعد یا ریتایرډ افسران دي.

XS
SM
MD
LG