د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کراچۍ کې وسله والو یو هندو ډاکټر وژلی


د کراچۍ ښار په حسرت موهاني کالونۍ ناپیژندل شوو وسله والو په یو هندو ډاکټر ډزې کړي دي او هغه يې وژلی دی.

پولیس وايي چې د جمعې په ورځ وسله والو په یو هندو ډاکټر پریتم داس د هغه په کلینک کې ډزې وکړې او هغه يې وواژه.

د پاکستان هندو کونسل مشر رمېش کمار وايي چې په سيند صوبه کې د هندوانو د وژنې پېښې زياتېدل د اندېښنې وړ خبره ده.

بل خوا د غربي کراچۍ اېس اېس پي انوسټي ګېشن اخترفاروق مطبوعاتو ته ويلي چې کله نامعلومه کسانو په ډاکټر پريتم داس ډزې کولې نوموړی هغه وخت په کلينک کې يواځې وو او وروسته د يوې رکشې په ذريعه په ژوبل حالت کې عباسي شهيد روغتون ته ورسول شو.

ډاکټر پریتم داس په اغاخان پوهنتون کې ساه ورکړه.

په دې وروستيو کې په سيند صوبه کې له هندو ټولنې سره تعلق لرونکې خلکو د وژنې دا درېمه پېښه ده.

په دې اړه د پاکستان هندو کونسل مشر او د قامي اسمبلۍ غړی رمېش کمار وايي چې کله هم په پارليمان کې د هندوانو د وژنې معامله پورته کوي نو د هغه خبره منفي اخستل کېږي او ورته دا ويل کېږي چې د داسې خبرو نه مذهبي فساد جوړېدای شي.

XS
SM
MD
LG