د خيبر پښتونخوا ځينو اوسيدونکو مشال ريډيو سره خبرو کې وويل چې د تحريک انصاف ګوند مشرانو تر انتخاباتو مخکې د سرکاري ادارو او په ځانګړي ډول له پولیس او پټواري نظام څخه د رشوتونو د ختمولو وعدې کړي وي خو عملي يې نه کړي. دوی وايي اوس پوه شول چې هغه یوازې سیاسي بيانونه وو.