د لاسرسي ځای

تازه خبر

"د خيبر پښتونخوا تحريک انصاف حکمران ګوند د درغليوو ختمول يوازې سياسي بيانونه وو."


د تحريک انصاف ګوند جنډه يا بيرغ
د تحريک انصاف ګوند جنډه يا بيرغ

د خیبر پښتونخوا اوسيدونکي وايي چې پاکستان تحریک انصاف ګوند د رشوتونو د ختمولو او پټواري نظام کې د مثبت بدلون په نوم ووټ اخيستي وو خو له یو کال تیریدو ورسته هم درغلي نه ده ختمه شوي.

د چارسدې شاه رضا وايي چې د تحريک انصاف ګوند مشرانو تر انتخاباتو مخکې د سرکاري ادارو او په ځانګړي ډول له پولیس او پټواري نظام څخه د رشوتونو د ختمولو وعدې کړي وي خو عملي يې نه کړي. نوموړی وايي دوی اوس پوه شول چې هغه یوازې سیاسي بيانونه وو. شاه رضا مشال ريډيو سره خبرو کې وويل چې پټواريان له خلکو په جايزه کار کې هم رشوت غواړي.

هغه زياته کړه: ((زه که یو ځل، که دوه ځل او که هر څو ځل د خپلې زمکې په کار پسې لاړ شم نو پټواري مې بغیر له پیسو کار نه کوي. زه نه يم خبر چې [د خيبر پښتونخوا وزيراعلی] پرويز خټک کوم بدلون راوست؟))

په ضلعو کې چې کوم پوليس دي هغوی همغسي رشوتونه اخلي لکه پخوا يې چې اخيستل. يوازيني بدلون دا راغلی چې د خلکو په تښتوونو کې د پوليسو مشران چارواکي ککړ دي. تحريک انصاف ګوند خو په تېر يو کال کې يوازې احتجاجونه کول.

ياده دي وي چې د خيبر پښتونخوا اوسني حکمران ګوند تحريک انصاف يو کال مخکې د بدلون راوستلو د شعار يا نعرې سره له خلکو په ټاکنو کې رايې وغوښتي او وعده يې کړي وه چې د حکومت په لومړيوو څو مياشتو کې به د درغليوو د ختمولو لپاره داسې ګامونه واخلي چې خلک به بدلون محسوس کړي.

د پيښور نصرت حسين وايي خلکو تحريک انصاف ګوند ته رايې ورکړي خو زياتوي چې په هيڅ اداره کې د پام وړ بدلون نه دی راغلی.

هغه مشال ريډيو ته وويل: ((د صوبې په کچه د پوليسو مشر ښه سړی دی خو په يو کس کار نه کيږي. په ضلعو کې چې کوم پوليس دي هغوی همغسي رشوتونه اخلي لکه پخوا يې چې اخيستل. يوازيني بدلون دا راغلی چې د خلکو په تښتوونو کې د پوليسو مشران چارواکي ککړ دي. تحريک انصاف ګوند خو په تېر يو کال کې يوازې احتجاجونه کول.))

په همدې حال کې چارواکي وايي چې که څه هم درغلئ نه دي ختمې شوي خو کمی پکې راغلی. د خيبر پښتونخوا د تعليم وزير عاطف خان مشال ريډيو ته وويل: ((دا منم چې درغلئ سل فیصده نه دي ختمې شوي خو د تېرو حکومتونو په پرتله موږ کار کړی، بدلون راغلی او هغه لږې درغلئ چې کيږي دا به هم ډير زر ختمې شي. اولس بايد لږ صبر وکړي.))

XS
SM
MD
LG