د لاسرسي ځای

تازه خبر

د تحریک انصاف لاریون او استعفاګانې جمهوریت ته خطر دي


اسلام اباد - د پاکستان تحریک انصاف پارلېماني پارټۍ له پارلېمانه د استعفاګانو واک د ګوند مشر عمران خان ته سپارلی دی او وايي، هغه چې هر وخت وغواړي نو دوی به د حکومت پر ضد د احتجاج په توګه د قامي اسمبلۍ سپیکر ته استعفا ورکړي.

د دوشنبې (ګل) پر ورځ په اسلام اباد کې د شاه محمود قریشي په مشرۍ په غونډه کې پرېکړه وشوه چې د اګست پر ۱۴مه د لاریون (لانګ مارچ) د بریالي کولو لپاره دوی د خپلو استعفاګانو واک عمران خان ته ورکوي.

په غونډه کې دا پرېکړه هم وشوه چې په لاریون کې د ګډون لپاره دوی په خیبر پښتونخوا کې له اتحادي ګوندونو سره رابطې زیاتې کړې دي.

له مشال راډيو سره د خبرو پر وخت د تحریک انصاف او له پېښوره د قامي اسمبلۍ غړي حامد الحق وویل: ((بېګا موږ ټولو د پارلېمان غړو خپلې استعفاګانې وړاندې کړې او دا راز مو ټول واک زموږ مشر عمران خان ته ورکړ چې هغه څه وخت هم غواړي دا [استعفاګانې] ورکولای شي. د خیبر پښتونخوا د اسمبلۍ غړو هم د استعفاګانو واک عمران خان ته ورکړی دی.))

ایا د استعفاګانو په نتیجه کې پارلېمان ړنګېدای شي؟ د پاکستان د انتخاباتو کمېسیون (کمېشن) د رسنیو څانګې یوه چارواکي خورشید عالم مشال راډیو ته وویل: ((په ایین کې د اسمبلۍ د ختمېدو طریقه دا ده چې اعلا وزیر یا وزیراعظم به اسمبلۍ ړنګوي. د استعفاګانو په نتیجه کې چې څوکۍ خالي شي نو بیا ضمني ټاکنې کېږي. د انتخاباتو کمېسیون باید د ایین له ۲۲۴مې مادې سره سم، ضمني انتخابات وکړي.))

د سیاسي چارو پوه اېمل خان خټک وايي، د لانګ مارچ یا لاریون او استعفاګانو په پایله کې په هېواد کې سیاسي بحران پیدا کېدای شي او دا عمل به د پاکستان او د هغه هېواد د ډیموکراسۍ یا جمهوریت لپاره ښه نه وي.

پاکستان تحریک انصاف په قامي اسمبلۍ کې ټولې ۳۴ او د خیبر پښتونخوا په صوبايي اسمبلۍ کې ۵۴ څوکۍ لري.

XS
SM
MD
LG