د لاسرسي ځای

تازه خبر

انقلاب او ازادي لاریونه پر اسلام اباد ورځي


د پاکستان عوامي تحريک مشر ډاکټر طاهرالقادري په ١٤ اګست د انقلاب مارچ کولو اعلان کړی دی او وويلي يې دي چې د دوی انقلاب مارچ او د عمران خان ازادي مارچ به په يو ځای اسلام ته ځي.

د اتوار په ماښام په لاهور کې يوم شهدا په موقع خپلو پلويانو ته خطاب کې د مزهبي مشر ډاکټر طاهرالقادري وينا وه «زه د پاکستان عوامي تحريک، پاکستان مسلم ليګ، وحدت المسلمين، سني اتحاد کونسل او د نورو اتحادي ګوندونو لخوا دا اعلان کوم چې زموږ انقلاب مارچ به له ١٤ اګسته پېلېږي، له اخوا به د عمران خان ازادي مارچ وي او دې خوا نه به زموږ انقلاب مارچ وي او دا مارچ به د ظلم خاتمې، د حکومت خاتمې او نظام تر بدليدو جاري وي. نو زه خپلو کارکنانو ته دا وويل غواړم چې تاسو درې ورځې د منهاج القران سيکريټريټه باهر کينئ او په ١٤ اګست به په يو ځای اسلام آباد ته مخه کوؤ او زه د ملک نور ولس ته هم دا وويل غواړم چې انقلاب صرف د يو ګوند کارکنان نشي راوستلی بلکې په دې کې د ګډون لپاره تاسو هم له خپلو کورونو راووځئ»

ډاکټر طاهرالقادري وينا وه (موږ د مارشلاء په ضد يو او په هيڅ صورت کې يې نه قبلوؤ موږ غواړو پاکستان ولس ته د جمهوريت فائدې ورسي او زموږ د انقلاب مقصد په پاکستان کې په پرامنه توګه بدلون راوستل دي د انقلاب ګټې او يا ترخپل شهادت به د ظلم په ضد جنګېږم او د دې مقصد ترلاسه کولو کې که زه شهيد کړل شوم نو کارکنان دې له قاتلانو زما بدل واخلي موږ به د دوی د تشدد باوجود خپل مارچ جاري ساتو ځکه چې دې ملک راتلونکې د قربانيانو نه بغير نشي روښانه کيدلای)

د طاهرالقادري او عمران خان لخوا د احتجاجونو د اعلانونو ورستو د ملک سياسي حالاتو په حقله ليکوال او سياسي چارو کارپوه رسول بخش رئيس وايي:

«چې کومه فيصله او اعلانات د ډاکټر طاهرالقادري لخوا شويدي نو دا د توقع خلاف نه دي ځکه چې ټول خلق په دې انتظار ول چې کله به قادري صيب خپل مارچ اعلانوي خو اوس دا واضحه شوه چې دواړه ډلې اسلام آباد طرف ته راروانې دي او ښکاري داسې چې دواړو دا فيصله کړېده که حکومت يې غوښتنې ونه منلې نو بحران به پيدا کوي او تر ټولو زياته چې ما ته د کوم شي ويره ده هغه دا چې دوی د دې ګام له وجې جمهوريت بې لارې نشي ځکه چې په تېرو وختونو کې هم موږ کتلي دي چې که پوځ نه هم غواړي خو سياستدانان او يا يوه ډله حالات داسې جوړ کړي چې پوځي مداخلت پکې ضروري شي»

ياده دې وي چې پاکستان تحريک انصاف ګوند مشر عمران خان به هم نن يوې خبري غونډې ته وينا کوي چې پکې به نه صرف د راتلونکي لپاره خپل لائحه عمل واضحه کوي بلکې د ولس په وړاندې به هغه ټول ثبوتونه ږدي چې چا چا په څه ډول په ٢٠١٣ ټولټاکنو کې درغلي کړې وه.

احمد الله- مشال ريډيو اسلام آباد

XS
SM
MD
LG