د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کراچۍ له سمندره د را اېستل شوو مړو شمېر ۴۸ ته رسېدلی دی


په کراچۍ کې له سمندره د مړو د را اېستل کېدو پر مهال اخیستل شوي عکس
په کراچۍ کې له سمندره د مړو د را اېستل کېدو پر مهال اخیستل شوي عکس

د پاکستان په کراچۍ کې د تېرې چارشنبې په ورځ په لسګونه کسان په سمندر کې ډوب شوي وو. تر اوسه د ۴۸ کسانو مړي را اېستل شوي دي. د نورو مړو میندلو او را اېستلو لپاره لټون روان دی.

کراچۍ: د پاکستان په کراچۍ کې د تېرې چارشنبې په ورځ په لسګونه کسان په سمندر کې ډوب شوي وو. تر اوسه د ۴۸ کسانو مړي را اېستل شوي دي. د نورو مړو میندلو او را اېستلو لپاره لټون روان دی.

د خیره ادارې ً ایدهي ً ویاند انور کاظمي د شنبې په سهار مشال راډیو ته وویل چې د مړو میندلو لپاره روان لټون وروستي پړاو ته رسېدلی دی.

انور کاظمي زیاته کړه ، ً زموږ د مالوماتو له مخې دوه نور کسان لا ورک دي او نن په کراچۍ کې اسمان وریځ دی ، لامبوزن نشي کولای چې د ژغورنې په کارونو برخه واخليً.

نوموړي وویل چې له دوی سره یوازېنۍ لار دا ده چې د هیلي کاپټر له لارې ورک مړي راوباسي او په دې کې ورسره د پاکستان د سمندري ځواک هیلي کاپټر مرسته کوي.

چارواکي وایي چې د میندل شوو شاوخوا ټولو مړو پیژندګلوي شوې ده او هغوی خپلوانو ته سپارل شوي دي.

تر د را اېستل شوو مړو لویه برخه پښتانه دي چې مړي یې پلارنیو ټاټوبو ته لېږل شوي دي. د دې مړه شوو پښتنو تعلق له صوابۍ ، شانګلې ، چترال ، پښین ، جنوبي وزیرستان ، مومند ایجنسۍ او باجوړ ایجنسۍ سره دی.

د بلوچستان د پښتون مېشتې سیمې پښین د نالۍ کلي یو اوسېدونکي سلام اڅکزي د شنبې په ورځ مشال راډیو ته وویل چې په دې پېښه کې یوازې د دوی د کلي پنځو ځوانانو ژوند له لاسه ورکړی دی.

سلام اڅکزي زیاته کړه چې ً زموږ کلي ته یې دوه مړي بیګا ماښام راوړل ، دوه نور پر لاره دي. هم داسې موږ ته نژدې کلیو تراټې ، منګکي او منزرۍ ته هم ځینې مړي راوړل شوي ديً.

نوموړي وویل چې د دوی د سیمې شاوخوا لس په سمندر کې ډوب شوي او مړه شوي دي او د درې ، څلور نورو ټلیفونونه بند دي او خپلوان یې وېره لري چې هغوی به هم د دې پېښې ښکار شوي دي.

په دې مړو شوو پښتنو ځوانانو کې زیاترو په کراچۍ کې هوټلونه لرل او یا یې هم نورې مزدورۍ کولې .

د سیند صوبايي حکومت په دې پېښه کې د مړو شوي هر کس لپاره د دوه لکه روپيو اعلان کړی دی. او د کراچۍ د پولیسو په مشرتابه کې يې د دې پیښې د پلټنې لپاره ډله جوړه کړې ده.

د چارواکو په وینا ، دا پلټونکې ډله به په یوه اونۍ کې د دې پېښې په اړه تفصیلي رپوټ اړوند چارواکو ته وسپاري.

XS
SM
MD
LG