د نهې (یا سې شنبې پر ورځ) په اسلام اباد کې یوې غونډې ته د وینا پر وخت د وزیراعظم نواز شریف سلاکار سرتاج عزیز وویل، له افغان حکومت سره به یو ځل بیا پاکستان ته د ملا فضل الله د سپارلو موضوع څېړي.
د نهې یا سې شنبې پر ماښام په اسلام اباد کې د یوې خبري غونډې پر مهال عمران خان وویل، وزیراعظم نواز شریف دې استعفا ورکړي او په هېواد کې دې د انتخاباتو اعلان وکړي.
د پاکستان تحریک انصاف پارلېماني پارټۍ له پارلېمانه د استعفاګانو واک د ګوند مشر عمران خان ته سپارلی دی او وايي، هغه چې هر وخت وغواړي نو دوی به د حکومت پر ضد د احتجاج په توګه د قامي اسمبلۍ سپیکر ته استعفا ورکړي.
د پاکستان پوځ د عامه اړیکو دفتر (ای اېس پي ار) د اتوار (یا یکشنبې) پر ورځ په یوه وړوکي بیان کي ویلي، د رسنیو هغه رپورټونه بې بنسټه دي چې پاکستان به خپل پوځ سعودي عرب ته استوي.
په پاکستان کې د حکومت مخالفو سیاسي ګوندونو د هغې فیصلې مخالفت کړی، چې ترمخه یې د اګست د لومړۍ نیټې نه د اکتوبر تر پایه پورې د اسلام اباد امنیت پوځ ته سپارل شوی دی.
د پاکستان په کراچۍ کې د تېرې چارشنبې په ورځ په لسګونه کسان په سمندر کې ډوب شوي وو. تر اوسه د ۴۸ کسانو مړي را اېستل شوي دي. د نورو مړو میندلو او را اېستلو لپاره لټون روان دی.
د پاکستان حکومت په امر له ننه تر درو میاشتو پورې په اسلام اباد کې د قانون عملي کولو دنده پوځ ته سپارل شوې ده. حکومت د پاکستان د اساسي قانون ۲۴۵مې مادې یا دفعې تر مخې دا ګام اخيستی دی.
د کراچۍ له سمندرګي سره لګېدلې برخه هاکس بې، سینډ بیچ او کلېفټن تر ۳۲ کیلومیټرو اوږدوالی لري. دې سیمو ته د اختر د مېلو لپاره ځوانان ورځي. په دوی کې زیاتره د لامبو وهلو په نیت د سمندرګي څپو ته ورځي او هغوی دومره لرې ځي چې
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د چارشنبې (یا شورو) پر ورځ په یوه بیان کې وویل، وسله والو د سې شنبې او چارشنبې تر منځ د شپې په بر دیر کې د پاکستان پوځ پر پوستې برید وکړ.
د پاکستان په ګجرانواله ښار کې قهرجنو کسانو د احمدیانو پر کورونو برید کړی دی او څلور یې وژلي دي.
ټايمز اف انډيا ورځپاڼې په پاکستان کې د هندوانو د عبادت ځايونو په اړه مقاله کې ليکلي چې په دی هيواد کې پخواني مندرونه له نړۍ څخه د بيلابيلو عقيدو خلک ځان ته راغب کوي.
د پاکستان وفاقي حکومت د پیښور هایي کورټ هغه فیصله په سپریم کورټ کې چیلنج کړي چې پکې ویل شوي حکومت باید د پارلمان له لارې د دغه هیواد د اعلی عدالتونو د کار ساحه قبایلي
نور وښیئ