د لاسرسي ځای

تازه خبر

داسلام اباد دامنیت پوځ ته د سپارلو مخالفت وشو


فایل فوټو
فایل فوټو

په پاکستان کې د حکومت مخالفو سیاسي ګوندونو د هغې فیصلې مخالفت کړی، چې ترمخه یې د اګست د لومړۍ نیټې نه د اکتوبر تر پایه پورې د اسلام اباد امنیت پوځ ته سپارل شوی دی.

مخالف سیاسي ګوندونه وایي حکومت د خپلو مقاصدو د پوره کولو لپاره دغه فیصله کړې ده. د ایین د ارټیکل دوه سوه پنځه څلویښتم لاندې پوځ ته خصوصي اختیارات ورکړل شوي دي، چې ترمخه به يي پوځ د دریو میاشتو پورې د ترهګرو پیښو د مخنیوي لپاره د انتظامیې سره مرسته کوي.

پاکستان پيپلز ګوند ويلي چې اسلام آباد کې آرټيکل ۲۴۵ نافذول د حکومت صحيح ګام نه دی ، او باید په دې اړه حکومت د پارلمان مشترکه اجلاس راوبلي.

د تحریک انصاف ګوند وایي حکومت دغه فیصله د دوی د لانګ مارچ د ناکامولو لپاره کړې ده. بلخوا د کورنیو چارو وفاقي وزیر چودري نثار میډیا ته ویلي دغه فیصله یي د امنیت په خاطر کړې ده.

XS
SM
MD
LG