د لاسرسي ځای

تازه خبر

کارلوټا ګال: د افغانستان د ستونزې سرچينه د پاکستان جاسوسي اداره ده.


په افغانستان کې له وسله والو نیول شوې وسلې
په افغانستان کې له وسله والو نیول شوې وسلې

د هند ډپلوماټ مجلې له مريکايې خبريالې کارلوټا ګال سره د هغې د افغانستان په اړه ليکل شوي کتاب په هقله مرکه کړې ده.

پراګ: د هند ډپلوماټ مجلې له مريکايې خبريالې کارلوټا ګال سره د هغې د افغانستان په اړه ليکل شوي کتاب په هقله مرکه کړې ده. نوموړې د افغانستان ، پاکستان او امریکا تر منځ د اړیکو ، مرستو او همکاریو تر څنګ پر سیمه ییزو حالاتو هم خبرې کړې دي.

کارلوټا ګال په شمالي وزیرستان کې د پاکستاني پوځ د عمایاتو په اړه ویلي چې پاکستان به ښايې هغه مشکوکه ترهګر وځپي چې دې هيواد ته زيان رسوي خو د هغو طالبانو مخه به ونه نيسي چې په افغانستان کې کنټرول ترلاسه کول غواړي .

امريکايې خبريالې کارلوټا ګال په دوه زره يو کال کې د افغان طالبانو د حکومت تر نسکوريدو وروسته زياتره وخت په افغانستان کې تير کړی دی او له هغه ځايه يې امريکايې ورځپاڼي نيو يارک ټايمز ته رپورټونه ليږل.

کارلوټا ګال په دې وروستيو کې يو کتاب ليکلی دی. د دې کتاب نوم دی ً غلط دښمن ً . د کتاب دویم عنوان دی ً د امريکا له کال دوه زره يوه تر دوه زره څوارلسم کال پوري په افغانستان کې شتون او د يوې لانجمني سيمي راتلونکیً.

د هند ډپلوماټ مجلې له ليکوالي سره د کتاب په اړه ځانګړې مرکه کړې ده.

کارلوټا ګال د کتاب د نوم په اړه مجلې ته ویلي چې دا يې د افغانستان او پاکستان لپاره د امريکا د پخواني ځانګړي استاذي له يوې جمله را اخستی دی.

د دې په خبره د کتاب نوم د حامد کرزي د خبرو خلاصه ده چې له کلونو راهيسې وايې چې جګړه د افغانستان په کلو بانډو کې نه بلکه د سرحد بلي غاړي ته په پاکستان کې ده.

د دې په وينا تاسو به ښايې سوچ کوی چې د امريکا او نيټو ځواکونه د افغانستان په کلو بانډو کې وسله وال طالبان چې پیاده جنګيالي دي په نښه کوي خو اصل مجرم او د ستونزي سرچينه د پاکستان په تربيتي کيمپونو او د بهرتي په مرکزونه کې ده.

دا زياتوي چې که لا نور پکي ژور و لاړ شو نو د ټولو ستونزو سرچينه د پاکستان جاسوسي اداره [آی ، ایس ، آټی] ده.

کارلوټاګال وايي ، په پاکستان کې ځيني کړی شته چې له افغانستان سره ښه اړيکي غواړي خو د دې په خبره هلته اصل فيصلې د پاکستان جاسوسي اداره او د پوځ سخت دريځه افسران کوي.

د نوموړې په فکر په داسي حال کې ښايې څه بدلون رانشي.

کله چې د افغانستان تر انتخاباتو وروسته د افغان طالبانو د رول په اړه له کارلوټا ګال و پوښتل شو نو د دې ځواب وو چې طالبان د ځورونو او ياغيتوب له لاري واک ترلاسه کول غواوړي چې مثال يې په اوسنيو ورځو کې پر هلمند ولايت د دوی بريدونه دي.

د دې په وينا پاکستان دا فکر کوي چې د ا افغانستان تر فشار لاندي راوستلو لپاره ښه لاره ده نو په داسي حال کې افغانستان لا هم پر يوه وخت د جنګ او خبرو اترو دواړو کوشش کوي.

XS
SM
MD
LG