په بيلابيلو بريدونو کې زخمي شوو کسانو کې ماشومان او ښځې هم شاملې دي.
همدا راز، په پېښور، اسلام اباد او د کراچۍ په ګډون د پاکستان په نورو لویو ښاارونو کې هم خبریالانو مظاهرې کړې دي او ویې ویل چې د احتجاج په توګه به تر شپږو ورځو د دولتي او حکومتي غونډو خبرونه نه ورکوي، او پکې به ګډون هم نه کوي.
پاکستانی خبریال تیره ورځ په یو وسله وال برید کې زخمی شوی. د حامد مېر کورنۍ دعوه کړي چې دې حمله کې د پاکستان جاسوسي اداره (ای اېس ای) لاس لري. په دې اړه ليکوال او څيړونکی ډاکټر محمد تقي وايي چې له دې مخکې هم د سليم شهزاد په نامه يو خبريال او
ایکسپریس ټریبیون ورځپاڼه لیکي، د پاکستان حکومت د طالبانو سره د خبرو عمل په داسې حال کې پر مخ بوځي ، چې نه خو په دغه دوران کې ترهګرو بریدونه ودرولي، او نه هم طالبانو د ډزبندۍ نیټه غزولې ده.
د پاکستان وزيراعظم نوازشريف د يو شخصي ټيليويژن پر خبريال حامد مير د بريد او د هغه د زخمي کېدو وروسته د لوړ پوړو چارواکو يوه غونډه رابللي چې د چارواکو په خبره به پکې د خبريالانو د تحفظ په اړه خبرې
د پاکستان په سينټ کې د پيپلز ګوند سنيټر فرحت الله بابر ويلي دي چې که حکومت د دې هيواد پر آيين عمل کول غواړي نو بيا دي په افغانستان کې له فعاله وسله والو ډلو سره خپلي ادعا شوې اړيکي وشلوي.
د پاکستان وزيراعظم نواز شریف ویلي دي چې د جمهوریت له مضبوطولو او ترهګرۍ ختمولو پرته د ملک دفاع ناممکنه ده.
د کراچۍ د پولیس چارواکي وایي چې د ملګرو ملتونو دا کارکوونکي سلیم او سمیع نواز نومېږي چې تېره شپه د کراچۍ په ګلستان جوهر سیمه کې بې درکه شوي دي.
په اسلام اباد کې اونيزې خبري غونډې ته د خارجه دفتر ويانده تسنيم اسلم وياندې هغه تاثر رد کړه چې ګنې په افغانستان کې ځینې خلک د پاکستان پر ضد دي.
رویټرز خبري اژانس لیکي، په داسې وخت کې چې په پاکستان کې اقتصادي او مالي وضع ښه نه ده د دې هېواد حکومت ښايي اړ شي چې د موبایل ټیلي فون انټرنیټ درې جي او څلور جي ټېکنالوژۍ لپاره پخپله پیسې برابرې کړي.
قبایلي مشران د خیبر پښتونخوا د نوي ګورنر سردار مهتاب عباسي نه توقع لري چې د قبایلو ستونزې په پام کې ونیسي او د قبایلي مشرانو د مشورو په رڼا کې دې خپل کار ته دوام ورکړي.
د طالبانولخوا د مذاکراتي کميټۍ غړی پروفيسر ابراهيم وايي ، له طالبانو سره په خبرو اترو کې هيڅ قسمه ځنډ او خنډ نشته.
نور وښیئ