خیبر پښتونخوا صوبايي اسمبلۍ د مارچ پر اتلسمه نېټه یو قانون منظور کړ چېله مخې یې د ځمکو مالکان اوس کولی شي له لسیزو راهیسې یې پر ځمکو په کرکیله بوخت کرونده بې له څه حق او اختیار ه له زمیندارۍ لرې کړي.
پر پرویز مشرف په لګېدلو تورونو کې تر ټولو مهم یې دي چې هغه په ۲۰۰۷م کال د نومبر پر درېیمه نېټه په ملک کې اساسي قانون معاطله کړی وو او د سپریم کورټ ججان یې نظر بند کړي ول.
د کراچۍ په پښتون میشته سېمه فرنټیر کالونۍ کې ، ناڅرګندو وسله والو د خالي په مازیګر د عوامي نیشنل ګوند د ځایي مشر امیر سردار قبر په بم الوزولې دی.
د ملګرو ملتونو د تعلیم ځانګړی استازی ګورډن براون وايي نړیواله ټولنه به په راروانو څلورو کلونو کې پاکستان ته د تعلیم لپاره یو ارب امریکایې ډالر ورکوي.
د پاکستان حکومت او طالبان د ډز بندۍ د نیټي په غزولو سلا شوي، څو د خبرو عمل پر مخ بوتلل شي.
د امریکا غږ پر ووبپاڼې د لیکوال ایاز ګل په مقاله کې راغلي، د پاکستان یو وزیر وايي، دوی به له طالبانو سره د جوړجاړي په صورت کې هغوی ته د هیواد په سیاسي چارو کې رول نه ورکوي.
د تعليم، او په لوړو زده کړو کې د روزنې او معيار لپاره د پاکستان وزير مملکت بليغ الرحمان د تېرې سې شنبې په ورځ په پاکستان کې په ۲۰۱۳م کال کې د تعليم د شمېرنې په اړه د راپور پرانسته وکړه.
پاکستان د افغان چارواکو هغه ادعاوې رد کړي چې ګنې د دې هیواد استخباراتي ادارو په هغه برید کې لاس درلودی چې په نتیجه کې یې د کابل په سیرینا هوټل کې د نوي کال په شپه نهه کسان ووژل شول.
له پاکستانه خپرېدونکې د ايکسپريس ټرېبيون ورځپاڼې په ليکنه کې راغلي، پاکستاني ميډيا د دې هېواد وګړو ته دا باور ورکول غواړي چې ګنې دوی ډېر باغيرته خلک دي.
د پاکستان حکومت فيصله کړي چې د تعليم لپاره مبارزه کوونکې ملالې يوسفزۍ او د دې کال په لومړيوو کې د يو ځانمرګي بريد د مخنيوي پر مهال وژل شوي اعتزاز حسن بنګش ته د ستاره شجاعت ايوارډ ورکړ
د بلوچستان صوبې په حب سېمه کې پر ار سي ډي سړک څلور جنګیدلي دي چې له امله یې لږ تر لږه ۳۰ کسان وژل شوي دي.
د نیویارک ټایمز ورځپاڼې د یوه راپور له مخې راغلي چې د پاکستان استخباراتي ادارې (ای اېس ای) مشر لېفټینېنټ جنرال احمد شجاع پاشا د القاعده وژل شوي مشر اسامه بن لادن په پټنځي خبر وو.
نور وښیئ