د لاسرسي ځای

تازه خبر

قبایلي مشران دپښتونخوا له نوي ګورنر نه څه غواړي ؟


قبایلي مشران د خیبر پښتونخوا د نوي ګورنر سردار مهتاب عباسي نه توقع لري چې د قبایلو ستونزې په پام کې ونیسي او د قبایلي مشرانو د مشورو په رڼا کې دې خپل کار ته دوام ورکړي.

سردار مهتاب عباسي چې تعلق یې د مسلم لیګ ( ن ) سره دی او تردې وړاندې دپښتونخوا ( هغه مهال سرحد ) وزیر اعلی هم پاتې شوی ، به دراتلونکې نهې په ورځ د خپلې عهدې سوګند پورته کوي .

دجنوبي وزیرستان نه د پاکستان د مرکزي پارلمان غړی جمال الدین وايي ګورنر دې د قبایلو په اړه پریکړې ددوی سره په صلاح مشوره وکړي :

(( لکه چې دتیر ګورنر سره مونږ په رابطه کې و ، تګ راتګ مو لرلو او صلاح مشورې مو ورسره کولې، زمونږ دا امید دی چې نوی ګورنر به هم دا صلاحیتونه لري چې د قبایلي مشرانو مشورو او لارښونو ته غوږ ونیسي. ))

د خیبر ایجنسۍ نه د پاکستان د قومي اسمبلۍ غړی الحاج شاجي ګل وايي د نوي ګورنر نه دا هیله لري چې د قبایلو ستونزې به په ښان سره هوارې کړي :

(( مونږ خو د نوي ګورنر نه داتمه لرو چې دی د صوبې پخوانی وزیر اعلی پاتې شوی، مرکزي وزیر پاتې شوی او د قبایلو د ژوند نه باخبره سړی دی، نو پکار ده چې د خپل اثر او رسوخ په استعمالو سره زمونږ دستونزو هوارولو ته پام وکړي. ))

خو د باجوړ نه د پیپلز پارټۍ مشر او د قومي اسمبلۍ پخوانی غړی اخوندزاده چټان بیا وايي حکومت له پکار و چې د پښتونخوا ګورنر یې له قبایلي سیمو نه یو څوک ټاکلی وای :

(( تیر حکومت د قبایلو د احساس کمترۍ د لرې کولو لپاره یو قبایلي مشر د پښتونخوا ګورنر ټاکلی و، خو موجوده حکومت قبایلي ګورنر لرې کړ او بل ګورنر یې واخیست ، نو قبایل به په دې خپه وي. ))

انجینیر شوکت الله چې پخپله د قبایلي سیمو سره یې تړاو درلودلو څه باندې یو کاله پورې د خیبر پښتونخوا ګورنر پاتې شوی و چې په دې وروستیو کې له د ندې لرې کړای شو.
XS
SM
MD
LG