د لاسرسي ځای

تازه خبر

" له طالبانو سره په خبرو کې هیڅ قسمه خنډ نشته "



د طالبانولخوا د مذاکراتي کميټۍ غړی پروفيسر ابراهيم وايي ، له طالبانو سره په خبرو اترو کې هيڅ قسمه ځنډ او خنډ نشته.

پروفيسر ابراهيم پرون په پيښور کې خبريالانو ته وويل ، د امن په لاره کې د خنډونود لرلې کولو لپاره هڅي روانې دي. د نوموړي په وينا له طالبانو سره به د نيغ په نيغه خبرو لپاره ځای ډير زر وټاکل شي.

بلخوا د طالبانو د کميټۍ رابطه کار مولانا یوسف شاه پرون مشال راډيو سره په خبرو کې ويلي وو ، که څه هم د مذاکراتو بهير د لنډ وخت لپاره ودریدلی، خو په نږدي ورځو کې به د خبرو اترو عمل بيرته شورو شي.

په دي وروستيو کې د پاکستان حکومت له طالبانو سره د خبرو په موخه يو شمير غير عسکري قیديان خوشي کړي وو.

XS
SM
MD
LG