د لاسرسي ځای

تازه خبر

په قبایلي سیمو کې د طالبانو لپاره ځای نشته، قادر بلوڅ


د امریکا غږ پر ووبپاڼې د لیکوال ایاز ګل په مقاله کې راغلي، د پاکستان یو وزیر وايي، دوی به له طالبانو سره د جوړجاړي په صورت کې هغوی ته د هیواد په سیاسي چارو کې رول نه ورکوي.

د امریکا غږ پر ووبپاڼې د لیکوال ایاز ګل په مقاله کې راغلي، د پاکستان یو وزیر وايي، دوی به له طالبانو سره د جوړجاړي په صورت کې هغوی ته د هیواد په سیاسي چارو کې رول نه ورکوي.


د پاکستان سرحداتو وزیر عبدالقادر بلوڅ وايي،په خبرو کې شریک ځینې یاغي وسله وال غواړي چې په راتلونکې کې ورته سیاسي رول ورکړل شي.

په اسلام اباد کې یوه نړیوال سیمینار ته د وینا پر وخت عبدالقادر بلوڅ وویل، په تېره لسیزه کې د وسله والو فعالیتونو او د یاغیانو پر وړاندې پوځي عملیاتو پر قبایلي سیمو د دولت یا ریاست واک کمزوری کړی دی.

ده وویل، حکومت هڅه کوي چې داسې لارې چارې ولټوي چې په قبایلي سیمو کې خپل واک بیرته پر ځای کړي او د جوړجاړي بهیر د همدې هڅو یوه برخه ده.

ده دا امکان رد کړ چې ګواکې طالبانو ته به سیاسي رعایتونه ورکړي.

بلوڅ وسله وال طالبان د ((وژونکو او قاتلینو)) په نوم یاد کړل.

د قبایلي سیمو او سرحداتو وزیر عبدالقادر بلوڅ وویل، د قبایلي سیمو د وزیر په توګه ده په تېرو ((اتو یا نهو میاشتو کې دا زده کړي دي چې په قبایلي ټولنه کې د طالبانو ځای نشته.)) ده وویل، د وسله والو طالبانو لپاره هلته ((هیڅ ځای نه ویني)) ځکه چې طالبان ((هلته نشي زغمل کېدای.))

بلوڅ وویل، که له طالبانو سره موافقه وشي هم نو د قبایلي سیمو اوسېدونکي به له وسله والو سره جوړجاړي ته تیار نشي.

ده وویل، ((طالبانو په سلګونه خلک وژلي دي. د قبایلو دا دود دی چې خلک به بدل اخلي او [د موافقې په صورت کې] به هلته د بدل اخیستو بهیر پیل شي. نو که د مسلې حل پیدا هم شي نو هلته به د هغو طالبانو لپاره ځای نه وي چې د خلکو په وژنو، د خلکو په بې کوره کولو او د قبایلي سیمو ولس ته د بدبختیو په راوستو کې ککړ ول.))

وسله وال طالبان په قبایلي سیمو کې مېشت دي او له هغه ځایه په پاکستان کې بریدونه کوي. په پاکستان کې له وسله والو طالبانو سره د خبرو مخالفان وايي، له هغو کسانو سره باید روغه ونشي چې لاسونه یې د پاکستانیانو په وینه ککړ دي. دوی وايي د وسله والو پر ضد باید سم عملیات وشي.

خو د هیواد وزیراعظم میا نواز شریف او حکومت یې د جوړجاړي عمل ملاتړ کوي او وايي، د سختدریځۍ او تاوتریخوالي ستونزې د هواري لپاره تر ټولو مخکې پر ټولو سوله ییزو لارو کار کول غواړي.
XS
SM
MD
LG