د لاسرسي ځای

تازه خبر

'د کابل سېرینا هوټل برید کې د پاکستان لاس نشته'


د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ویانده تسنیم اسلم
د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ویانده تسنیم اسلم

پاکستان د افغان چارواکو هغه ادعاوې رد کړي چې ګنې د دې هیواد استخباراتي ادارو په هغه برید کې لاس درلودی چې په نتیجه کې یې د کابل په سیرینا هوټل کې د نوي کال په شپه نهه کسان ووژل شول.

پاکستان د افغان چارواکو هغه ادعاوې رد کړي چې ګنې د دې هیواد استخباراتي ادارو په هغه برید کې لاس درلودی چې په نتیجه کې یې د کابل په سیرینا هوټل کې د نوي کال په شپه نهه کسان ووژل شول.


د پاکستان د بهرنیو چارو دوزارت ویاندې تسنیم اسلم پرون د ګل پر ورځ په اسلام آباد کې خبریالانو ته وویل دا ډېره د خپګان خبره ده چې د داسې ترهګرو بریدونو وروسته په سمدستې ډول پاکستان په لاس لرلو تورنیږي .

نوموړې ویلي دوی دا ادعاوې په کله ردوي او لا د وړاندې یې د کابل پر سرینا هوټل برید غندلی دی .

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویانده دا څرګندونې په داسې حال کې کوي چې په دې اړه د افغانستان د ملي امنیت د شورا له بیان وروسته پرون د دوشنبې پر ورځ د افغانستان د ملي امنیت ریاست په یوه اعلامیه کې پر سرینا هوټل د نوي کال په شپه برید کې/ د پاکستان استخباراتي ادارې په لاس لرلو تورنې کړې دي .


د ملي امنیت د ریاست په اعلامیه کې د سرینا هوټل دننه د یو پاکستاني سفارتکار لخوا څو ورځې وړاندې/ تصویرونو ایستلو ته په اشاره سره وییل شوي دغه مشکوک عمل ددې برید سره تړاؤ لري.
XS
SM
MD
LG