د خیبر پښتونخوا د اسمبلۍ د غړو شمېر ۱۴۵ دی چې ورڅخه یې ۱۱۵ د مستقیمو انتخاباتو له لارې ټاکل کېږي او پکې ۲۶ د ښځو او څلور د مذهبي لږکیو ځانګړې څوکۍ دي. انتخاباتي کمېشن لا په هغه صوبه کې د ځانګړو استازو د ټاکنې امر نه دی خپور کړی او چې کله یې خپور کړي نو هغوی به هم سوګند وکړي.