د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پنجاب او سیند د اسمبلیو غړي نن د دواړو صوبو اعلاوزیران ټاکي


د پنجاب اسمبلۍ تالار
د پنجاب اسمبلۍ تالار

په پاکستان کې تر عامو انتخاباتو وروسته د پنجاب او سیند د اسمبلیو غړي نن د دواړو صوبو اعلاوزیران منتخبوي.

د پنجاب د اعلاوزیر څوکۍ لپاره د مسلم لیګ (ن) سیاستوالې مریم نواز او د سني اتحاد شورا یا کونسل رانا افتاب احمد خان د نوماندۍ اسناد جمع کړي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د تحریک انصاف ملاتړ لرونکي استازي، چې د انتخاباتي نخښې نه ترلاسه کېدو له وجې یې په خپلواکه توګه د فبرورۍ اتمې په انتخاباتو کې برخه اخیستې وه، په سني اتحاد کونسل کې شامل شوي دي.

هغه شورا په ۲۰۰۹ز کال کې جوړه شوې وه چې یوشمېر مذهبي ډلې او ګوندونه یې غړي دي. پنجاب اسمبلي ۳۷۱ څوکۍ لري او د قانون له مخې، د اعلاوزیر د انتخاب لپاره د ساده اکثریت یعنې ۱۸۶ رایو ضرورت دی.

اخوا د سیند اسمبلۍ غړي هم نن د هغې صوبې اعلاوزیر منتخبوي. د پاکستان پیپلز ګوند مراد علي شاه او د متحده قامي موومېنټ پاکستان یا اېم کیو اېم پي اې علي خورشیدي د اعلاوزیر د څوکۍ نوماندان دي.

سیند اسمبلي ۱۶۸ غړي لري او هلته هم د اعلاوزیر انتخاب لپاره د ساده اکثریت یعنې ۸۵ غړو د رایو ضرورت دی.

تر دې وړاندې د سیند صوبې اسمبلۍ نویو منتخبو غړو سید اویس شاه د نوي سپیکر او اینتوني نوید د هغه د مرستیال په توګه منتخب کړي دي.

د فبرورۍ پر ۲۵مه د اسمبلۍ ۱۴۷ غړو خپلې رایې وکارولې چې ورڅخه یې ۱۱۱ د پیپلز ګوند له لوري د سپیکر دندې ته د نومول شوي سید اویس قادر شاه او ۳۶ یې د متحده قامي موومېنټ پاکستان (اېم کیو اېم پي) د نوماندې صوفیې سعید شاه په حق کې رایې وکارولې.

بل پلود فبرروۍ پر ۲۴مه پنجاب اسمبلۍ د مسلم ليګ ن او اتحادي ګوندونو مشترکه اميدوار ملک محمد احمد خان سپيکر او ملک ظهير عباس مرستیال سپیکر وټاکل.

کراچۍ کې د ۳ ګوندونو غړو او پلویانو د انتخاباتي درغلیو ضد مظاهره کړې ده
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:51 0:00


د سپیکر په ټاکنو کې ملک محمد احمد خان ٢٢٤ رایې ترلاسه کړې. په داسې حال کې چې د سني اتحاد کونسل نوماند احمد خان بهچر ٩٦ رايې ترلاسه کړې. په ټاکنو کې ټولټال ٣٢٢ رايې کارول شوې وې چې دوه رايې رد شوې دي.

همدغه راز د مرستیال سپيکر په انتخاب کې د مسلم ليګ ن ملک ظهير اقبال ٢٢٠ او د سني اتحاد کونسل معین ریاض وټو١٠٣ رایې ترلاسه کړې.

د خیبر پښتونخوا او بلوچستان ګورنرانو د فبرورۍ پر ۲۸مه د صوبايي اسمبلیو غونډه وربللې ده چې پکې به نوي منتخب غړي لوړه کوي.

ټاکل شوې چې د خیبر پښتونخوا د اسمبلۍ غړي پر هم هغه ورځ سپیکر او د هغه مرستیال او د صوبې نوی اعلاوزیر غوره کړي.

XS
SM
MD
LG