د لاسرسي ځای

تازه خبر

شمالي وزیرستان کې سياسي ګوندونو د انتخاباتي نتیجو "بدلېدو" پرضد جرګه کړې ده


د ملي جمهوري غورځنګ پلویانو او د شمالي وزیرستان یو شمېر قبیلو د فبرورۍ پر ۲۴مه هم په میرامشاه کې جرګه او احتجاجي لاریون کړی وو.
د ملي جمهوري غورځنګ پلویانو او د شمالي وزیرستان یو شمېر قبیلو د فبرورۍ پر ۲۴مه هم په میرامشاه کې جرګه او احتجاجي لاریون کړی وو.

د شمالي وزیرستان په میرامشاه کې د سياسي ګوندونو جرګې پر حکومت غږ کړی دی چې د شمالي وزیرستان انتخاباتي نتیجې دې سمې کړي او د ولس رایه دې نه بدلوي.

د فبرورۍ پر ۲۷مه شوې په هغه جرګه کې یو شمېر ځايي قبایلي مشرانو او د سیاسي‌ ګوندونو غړو ګډون کړی وو. هغوی تور پورې کړ چې د فبرورۍ پر اتمه هلته د شویو عامو انتخاباتو نتیجې بدلې کړل شوې دي او هغوی یې نه مني.

دا تور د شمالي وزیرستان تر څنګ د خیبر پښتونخوا او بلوچستان په ګډون د پاکستان په يوشمېر نورو سیمو کې هم پورې شوی دی خو د انتخاباتو کمېشن وايي چې ټاکنې پاکې او منصفانه وې او که څوک اعتراض ورباندې لري نو هغه کمېشن يا عدالت ته رجوع کولی شي.

ميرامشا کې د جرګې برخوالو دا غوښتنه هم کوله چې د فبرورۍ پر ۱۰مه د ملي جمهوري غورځنګ پر غونډه په شویو ډزو کې وژل شویو او ټپي شویو ته دې انصاف ورکړل شي.

د جرګې یو مشر ملک حواس خان وزیر مشال راډیو ته وویل چې په سپینه ورځ پرې مرم‍ۍ اورول شوې وې او بیا یې د هغه په وینا د ولس رایه هم بدله کړل شوې ده.

ملي جمهوري غورځنګ (اېن ډي اېم) وايي چې د دوی مشر محسن داوړ او ملګرو یې د فبرورۍ پر۱۰مه د قامي اسمبلۍ د څوکۍ انتخاباتو د نتیجو بدلولو پرضد احتجاج کاوه چې امنیتي سرتېرو ورباندې ډزې وکړې.

یاد ګوند وايي چې په هغه پېښه کې یې درې غړي ووژل شول او د داوړ په ګډون ۱۵ تنه ژوبل شول.

د شمالي وزیرستان انتظامیې او امنیتي چارواکو لا په دې اړه څه نه دي ویلي، خو د پاکستان لنډمهالي وزیراعظم انوار الحق کاکړ تر پېښې دوه ورځې وروسته دعوه وکړه چې داوړ او ملګري یې له وسلو سره په میرامشا کې د انتخاباتي افسر دفتر ته داخلېدل چې له سرتېرو سره یې نښته وشوه. نوموړي ویلي ول چې په پېښه کې سرتېرو ته هم مرګژوبله اوښتې وه.

البته د شمالي وزيرستان په درپه خېلو کې یو پولیس چارواکي سید جلال د فبرورۍ پر ۱۳مه د اېن ډي اېم احتجاجي غونډې ته په وینا کې وویل چې په هغه پېښه کې د پولیسو هېڅ سرتېري ته مرګژوبله نه وه اوښتې.

اېن ډي اېم وایي چې مشر یې محسن داوړ د فبرورۍ پر ۱۶مه انتخاباتي کمېشن ته درخواست ورکړی دی چې د قامي اسمبلۍ پر ۴۰مه حلقه او د صوبایي اسمبلۍ پر ۱۰۳ او ۱۰۴ وسلوالو د انتخاباتو پر مرکزونو بریدونو کړي او وروسته نتیجې بدلې شوي دي نو ځکه دې هلته بیا انتخابات وشي.

محسن داوړ تر ژوبلېدو وروسته په لومړي ویډیويي پیغام کې د پاکستان له چیف جسټس څخه غوښتنه کړې ده چې په شمالي وزیرستان کې پر هغه او ملګرو دې یې د ډزو د پېښې په اړه له خپل لوري اقدام (سو موټو نوټس) وکړي.

داوړ وویل چې د "شمالي وزیرستان پر وینو لړلیو انتخاباتو ډاکه اچول" شوې نو ځکه دې مشر قاضي له خپل لوري اقدام وکړي. "الېکشن کمېشن او [د درغلیو د تورونو پلټنو لپاره جوړه جرګګۍ یا] ټرېبیونل په موږ وخت تېروي او کېس (قضیه) سنجیده نه اخلي، موږ بیا هم حوصله نه بایلو. خو چې زموږ او زموږ د ملګرو وینې وبهول شوې نو له چیف جسټسه خواست کوو چې پر دې پېښه دې سو موټو اقدام وکړي."

نوموړي له چیف جسټس قاضي فایز عیسا وغوښتل چې پر ده او ملګرو دې په برید کې ککړ کسان سزا کړي.

داوړ وویل چې په انتخاباتو کې پر درغلۍ او ورباندې د "ګولیو پر ورولو له وېرې خاموشه" نه دي پاتې شوي او پلویان یې هره ورځ په میرامشا کې د چاوڼۍ مخې ته په هغه ځای کې احتجاج کوي چې ورباندې برید شوی وو.

په شمالي وزیرستان کې د کمېشن څانګې لا د دې تورونو په اړه څه نه دي ویلي خو د پاکستان انتخاباتي کمېشن په ټاکنو د درغلیو تورونه ردوي او وايي چې انتخاباتي بهیر روڼ او منصفانه وو.

په پاکستان کې بېلابېلو ګوندونو او سازمانونو پر محسن داوړ او ملګرو یې د ډزو غندنه کړې وه او د بشري حقونو کمېشن د فبرورۍ پر ۱۰مه پر اېکس په بیان کې پر داوړ د حملې غندلو تر څنګ له حکومته د پېښې د "سمدستي او رڼو پلټنو" غوښتنه کړې وه.

محسن داوړ د پاکستان د امنيتي ځواکونو پر پالیسيو د نيوکو لپاره پېژندل کېږي او په دې ترڅ کې یې څه موده په زندان کې هم تېره کړې ده.

XS
SM
MD
LG