د لاسرسي ځای

تازه خبر

مریم نواز د پنجاب او مراد علي شاه د سیند اعلا وزیر وټاکل شو


مریم نواز د مسلم لیګ نون مرستیاله مشره او د پخواني وزیراعظم نواز شریف لور ده. (پخوانی عکس)
مریم نواز د مسلم لیګ نون مرستیاله مشره او د پخواني وزیراعظم نواز شریف لور ده. (پخوانی عکس)

د پاکستان مسلم لیګ (ن) سیاستواله او د پخواني وزیراعظم نواز شریف لور مریم نواز د پنجاب د اعلا وزیرې په توګه منتخبه شوه.

د پنجاب صوبايي اسمبلي ټولې ۳۷۱ څوکۍ لري او د قانون له مخې د اعلا وزیر د انتخاب لپاره د ساده اکثریت یعنې ۱۸۶ رایو ضرورت وي.

مریم نواز د فبرورۍ پر ۲۶مه نېټه په ترسره شويو انتخاباتو کې ۲۲۰ ووټونه ترلاسه کړل. نوموړې ته د مسلم لیګ (ن) ، پیپلز پارټۍ، پاکستان مسلم لیګ (ق) او استحکام پاکستان ګوند غړو رایې ورکړې.

مریم نواز د اعلا وزیرې په توګه تر منتخبېدو وروسته اسمبلۍ ته په خپله لومړۍ وینا کې وویل، "دا د پاکستان د هرې خور او مور لپاره د ویاړ خبره ده چې د وزیراعلا په کرسۍ نن یوه ښځه راغله."

له مریم نواز سره په مقابله کې د سني اتحاد شورا یا کونسل رانا افتاب احمد خان هم د نوماندۍ اسناد جمع کړي وو خو له رایې اچونې څخه د دغه ګوند د بایکاټ له وجې نوموړي هېڅ ووټ ترلاسه نه کړ.

دا په داسې حال کې ده چې د تحریک انصاف ملاتړ لرونکي استازي، چې د انتخاباتي نخښې نه ترلاسه کېدو له وجې یې په خپلواکه توګه د فبرورۍ اتمې په انتخاباتو کې برخه اخیستې وه، په سني اتحاد کونسل کې شامل شوي دي.

هغه شورا په ۲۰۰۹ز کال کې جوړه شوې وه چې یوشمېر مذهبي ډلې او ګوندونه یې غړي دي.

بل پلو د پيپلز ګوند مراد علي شاه د سیند صوبې نوی اعلا وزیر ټاکل شوی دی. د فرورۍ په ٢٦مه نيټه په سیند اسمبلۍ کې د اعلا وزیر ټاکلو لپاره ټولې ۱۴۸ رایې واچول شوې.

مراد علي شاه د ۱۱۲ رایو په اخیستلو سره بریالی شو. د هغه په مقابله کې ولاړ د متحده قومي موومنٹ پاکستان لخوا علي خورشدي ۳۶ رایې ترلاسه کړې.

مراد علي شاه تر دې وړاندې هم دوه ځله د سیند صوبې اعلا وزیر پاته شوی دی. ټاکل شوې ده چې نوموړی د فبرورۍ پر ۲۷مه د درېم ځل لپاره د سیند د اعلا وزیر په توګه د خپلې دندې سوګند واخلي.

د سیند اعلا وزیر سید مراد علي شاه
د سیند اعلا وزیر سید مراد علي شاه

تر دې وړاندې د سیند صوبې اسمبلۍ نویو منتخبو غړو سید اویس شاه د نوي سپیکر او اینتوني نوید د هغه د مرستیال په توګه منتخب کړي دي.

د فبرورۍ پر ۲۵مه د اسمبلۍ ۱۴۷ غړو خپلې رایې وکارولې چې ورڅخه یې ۱۱۱ د پیپلز ګوند له لوري د سپیکر دندې ته د نومول شوي سید اویس قادر شاه او ۳۶ یې د متحده قامي موومېنټ پاکستان (اېم کیو اېم پي) د نوماندې صوفیې سعید شاه په حق کې رایې وکارولې.

بل پلود فبرروۍ پر ۲۴مه پنجاب اسمبلۍ د مسلم ليګ ن او اتحادي ګوندونو مشترکه اميدوار ملک محمد احمد خان سپيکر او ملک ظهير عباس مرستیال سپیکر وټاکل.

کراچۍ کې د ۳ ګوندونو غړو او پلویانو د انتخاباتي درغلیو ضد مظاهره کړې ده
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:51 0:00


د سپیکر په ټاکنو کې ملک محمد احمد خان ٢٢٤ رایې ترلاسه کړې. په داسې حال کې چې د سني اتحاد کونسل نوماند احمد خان بهچر ٩٦ رايې ترلاسه کړې. په ټاکنو کې ټولټال ٣٢٢ رايې کارول شوې وې چې دوه رايې رد شوې دي.

همدغه راز د مرستیال سپيکر په انتخاب کې د مسلم ليګ ن ملک ظهير اقبال ٢٢٠ او د سني اتحاد کونسل معین ریاض وټو١٠٣ رایې ترلاسه کړې.

د خیبر پښتونخوا او بلوچستان ګورنرانو د فبرورۍ پر ۲۸مه د صوبايي اسمبلیو غونډه وربللې ده چې پکې به نوي منتخب غړي لوړه کوي.

ټاکل شوې چې د خیبر پښتونخوا د اسمبلۍ غړي پر هم هغه ورځ سپیکر او د هغه مرستیال او د صوبې نوی اعلاوزیر غوره کړي.

XS
SM
MD
LG