ولسمشر باراک اوباما دا اعلان د یکشنبې په ورځ په داسې وخت کې وکړ چې امریکا خپل هوايي بریدونه د عراق سني مېشتو سیمو ته هم وغځول. د دې بریدونو هدف د هغو اسلام پالو وسله والو په نښه کول دي چې د انبار ولایت پر حدیثه نومي بند یې عراقي ځواکونه کلابند کړي دي.