د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا د اسلامي دولت وسله والې ډلې پر ضد تګلاره اعلانوي


واشنګټن - د امریکا ولسمشر بارک اوباما وايي ، د اسلامي دولت د وسله والې ډلې پر ضد د عملیاتو په اړه به خپله تګلاره د چارشنبې په ورځ اعلان کړي.

ولسمشر باراک اوباما دا اعلان د یکشنبې په ورځ په داسې وخت کې وکړ چې امریکا خپل هوايي بریدونه د عراق سني مېشتو سیمو ته هم وغځول.

د دې بریدونو هدف د هغو اسلام پالو وسله والو په نښه کول دي چې د انبار ولایت پر حدیثه نومي بند یې عراقي ځواکونه کلابند کړي دي.

ولسمشر باراک اوباما د یکشنبې په ورځ (اېن بي سي) ټيلیویژن ته په مرکه کې وویل:

((هغه څه چې زه غواړم خلک پرې پوه شي دا دي چې د څو میاشتو په ترځ کې به موږ وکولای شو چې د اسلامي دولت وسله والې ډلې زور اوبه کړو او وړتیا یې په منظمه توګه کمه کړو. موږ به هغه سیمې سره ورتنګې کړو چې د دوی تر واک لاندې دي او په پای کې به دوی ته ماتې ورکړو.))

د انبار صوبې ګورنر احد الدولیمي په اګست کې ویلي ول، ده په دې ولایت کې د وسله والو پر ضد د امریکايي مرستې غوښتنه کړې وه.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG