د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا او جرمني د اوکراین په اړه اندېښمن دي


ولسمشر باراک اوباما او وزیراعظمه انګیلا میرکل
ولسمشر باراک اوباما او وزیراعظمه انګیلا میرکل

سپینې ماڼۍ خبر ورکړی چې باراک اوباما او انګیلا میرکل ویلي چې په اوکراین کې د روسي پوځيانو شتون ، پر اوکرانیو پولو د روسي ځواکونو زیاتېدل او له روسه پر اوکراین د توغندیو ویشتل کېده د ماسکو له خوا په تاوتریخوالي کې د خطرناک زیاتوالې ښکارندويي کوي.

ملالۍ بشیر

پراګ: د امریکا ولسمشر بارک اوباما او د جرمني وزیراعظمې انګیلا میرکل په اوکراین کې د روس د خوځښتونو په اړه اندېښنې څرګندې کړې دي.

سپینې ماڼۍ خبر ورکړی چې باراک اوباما او انګیلا میرکل ویلي چې په اوکراین کې د روسي پوځيانو شتون ، پر اوکرانیو پولو د روسي ځواکونو زیاتېدل او له روسه پر اوکراین د توغندیو ویشتل کېده د ماسکو له خوا په تاوتریخوالي کې د خطرناک زیاتوالې ښکارندويي کوي.

د سپینې ماڼۍ په وینا ، اوباما او میرکل دواړه په دې نظر دي چې د کییف له اجازې پرته اوکراین ته د روسي لاریو ننوتل یوه پارونکې هڅه ده او د اوکراین پر خاورې تیری دی.

ولسمشر باراک اوباما او انګیلا میرکل پر ټلیفیون له یو بل سره خبرې وکړې. ټاکل شوې ده چې انګیلا میرکل د شنبې په ورځ (نن) اوکراین ته ولاړه شي.

د مشال راډیو مرکزي څانګې په دې اړه یو رپوټ خپور کړی دی چې ښايي په راتلونکو څو ورځو کې د اوکراین د مسلې د هواري پر لور د پام وړ پرمختګ وشي.

رپوټ لیکي ، که څه هم د موافقې لپاره د کريملن د ژمنتيا په اړه شک شته ، ممکن د دليلونو له کبله ، د اوکراين د کړکېچ حل را نيژدې دی.

د اوکراین د راتلونکي په هکله وړاندوینه کول یو خطرناک کار دی. خو اوکراين ته د جرمني د وزیراعظمې انګيلا ميرکل تګ هيلې را پورته کړي دي چې د روس او اوکراين کړکېچ ته به د حل لاره وموندل شي او د دونباس په سيمه کې خونړۍ جګړې ته به د پای ټکۍ کېښودل شي.

له هغه وروسته چې د اپرېل په مياشت کې د اوکراين د پوځ او روس پلوه بېلتون غوښتونکو تر منځ نښتې پيل شوې ، د لویدیځ ځيني چارواکي اوکراين ته تللي دي.

په دې چارواکو کې د کاناډا وزیراعظم سټيفن هارپر ، د امريکا د ولسمشر مرستيال جو بايډن ، د ناټو عمومي سرمنشي اندرېس فوغ راسموسن شامل دي.

خو په دوی ټولو کې د هيڅ چا ګډون دومره اثر ونه درلود. انګيلا ميرکل چې د اروپا تر ټولو لوی اقتصاد لرونکي هیواد جرمني وزیراعظمه ده ، په اروپايي اتحاد کې هم د بهرنۍ پاليسۍ پر خبرو برلاسي لري.

ميرکل د اوکراین د ولسمشر پيترو پوروشنکو پر بلنه دې هيواد ته ځي. ميرکل ويلي دي چې ناټو ځواکونه به په راتلونکي کې د روس له خوا د يرغل ځواب ورکوي. خو دا يې هم څرګنده کړه چې د ناټو ځواکونه به په دې سيمه کې دايمي حضور نه لري.

ځيني رسنۍ وړاندوينه کوي چې ميرکل کيېف ته له يوه پلان سره ځي، چې له مخې به يې دواړه لوري ګټه کوي او يو څه جوړ جاړی به کوي.

د مقالې په وينا، اوکراین ته د ميرکل سفر په دوو د پام وړ تاريخي نېټو دی. د اګست په ۲۳مه د نازي جرمني او شوروي اتحاد تر منځ د یرغل پر خلاف توافقنامه شوې وه. او د اګست په ۲۴مه نېټه اوکراين له شوروي اتحاد څخه د ۲۳ کلنې خپلواکۍ ورځ لمانځي.

که څه هم تاريخي پيښي د همکارۍ ضمانت نه شي کېدلای، په دې ورځ په اوکراین کې د روسيې پاليسۍ تغير به یوه بله تاريخي پېښه وي.

تېر ځل د جون په مياشت کې د اوکراين ولسمشر پيترو پوروشينکو او د روس ولسمشر ولاديمير پوټين سره ليدلي وو. دا ليدل کتل په فرانس کې د نړيوالو مشرانو په غونډه کې تر سره شوي وو. او اوس بيا ټاکل شوې ده چې د منسک په ښار کې دغه دواړه ولسمشران به د اګست په ۲۶مه سره وويني.

تر اوسه دا نده څرګنده چې پوروشينکو او پوټين به مخامخ سره وويني او که نه. خو اوکرايني چارواکو پرمختګ ته اشاره کړې ده. د پوروشينکو مرستيال ويلري چالي ويلي دي چې يو ډپلوماتيک پلان جوړ شوی دی چې له جګړې څخه د سولې پر لور د تګ په اړه دی.

که د اوکراين چارواکي خوشبين څرګند شي، دا به تر ډپلوماسۍ زیاته د جګړې په ميدان کې د برياليتوب خبره وي.

د اوکراين پوځ د جګړې په پيل کې د اپرېل او مې په مياشتو کې د روزلو او وسايطو د کموالي له کبله کمزوري شول. روس پلوه بېلتون غوښتونکو، چې ممکن له روس څخه يې پوځي وسايل او وسلې تر لاسه کولې، ډېر ژر د دونباس ډېري برخې ونيولې. او ډېر ژر د سيمې تر ټولو لوی ښارونه لوهانسک او دونڅک د بېلتون غوښتونکو تر واک لاندي شول.

خو په دې ورستیو کې اوکرايني پوځيانو ستراتيژيکې لاسته راوړنې لري. خو تر اوسه لا په دې سيمو کې جګړه پای ته نه ده رسېدلې. په دې جګړه کې تر اوسه ۲،۰۸۰ ملکي وګړي او جنګيالي وژل شوي دي.

د يو څه مودې لپاره ماسکو په اوکراين کې، په ځانګړې توګه په کريمیا کې د ځان په ګټه بريالی کمپاين وکړ. د MH17 الوتکې د ويشتلو په ګډون کريملین له اقتصادي ماتې سره مخامخ شوی دی.

د اروپايي اتحاد او امريکا بنديزونو د ولاديمير پوټين ځيني بډايه ملاتړي په نخښه کړي دي. پر لويديځو خوراکي توکو بنديز، په روس کې بيې د لوړېدو لامل شوی دی.

د روس ولسمشر چې نه غواړي په خپل هیواد کې نفوذ له لاسه ورکړي، داسي څرګنده کړې ده چې د اوکراين په هکله به له نرمۍ کار واخلي او بيرته به پر شا شي.

XS
SM
MD
LG