د لاسرسي ځای

تازه خبر

ملګري ملتونه وايي، په غزې کې اوربند اړین دی


د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د څانګې مشرې وېلري اموس ویلي چې په غزه کې مخ پر خرابو حالاتو له کبله ‌‌‌ډزبندي ډېره ضروري ده.

وېلري اموس د جاپان په ټوکیو کې د ملګرو ملتونو له خوا یو جوړ شوي کنفرانس ته نن وویل چې اول لومړیتوب دا دی چې په تشدد کې راګیر خلک وژغورل شي.

حماس تېره ورځ تر هغه وخته له اسرایل سره له ډزبندۍ انکار کړی دی تر څو چې د دوی په وینا اسرایل پر غزه خپله اته کلنه محاصره نه وي ختمه کړې.

دا په داسې حال کې ده چې د حماس او اسرایل ترمنځ له تېرو شپاړسو ورځو خونړۍ نښتې روانې دي.

خو د حماس ډلې د سیاسي څانګې مشر خالد مشعل د جولايي پر درویشتمه وویل چې دوی به د بشري مرستو تړون پر وړاندې دروازې ونه تړي.

اسرایل د روانې میاشتې په سر کې پر غزه هوايي بمبارۍ پیل کړې چې په نتیجه کې یې تر اوسه تر شپږ سوه اتیا زیات فلسطینیان او څلور دېرش اسرایليان وژل شوي دي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو سازمان تېره ورځ وختي د دې لپاره یو قرارداد تیار کړ چې د اسرایل په عملیاتو کې د ممکنه سرغړونو په اړه پلټنې پیل کړي.

بل پلو د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کېري هم تېره ورځ بیت المقدس ته ورسېدی او ویې ویل چې ده د ‌ډزبندۍ په هڅو کې یو څه پرمختګ کړی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG