د لاسرسي ځای

تازه خبر

اروپايي ټولنه پر روسیې نور بندیزونه لګوي


برسلز - تمه کېږي چې اورپايي ټولنه د دوشنبې پر ورځ د روس پر ضد د بندیزونو څلورمه څپه هم عملي کړي. اروپايي ټولنه پر روس دا بندیزونه په اوکراین کې دې هیواد د لاس وهنې له کبله لګوي.

د دې بندیزونو منظوري د اوروپايي ټولنې مشرانو د سپټمبر پر پنځه هغه مهال ورکړې وه چې دوی د برتانیا په وېلز کې د ناټو د سرمشریزې لپاره را غونډ شوي وو.

دا پرېکړه له هغه څو ساعته وروسته مخې ته راغله چې اوکراین او روس پلوه بېلتون غوښتونکي د پنځه میاشتنۍ شخړې د پای ته رسولو لپاره پر اوربند سره سلا شو.

د اوکراین په ختیځ کې شوې دې شخړه کې د اټکل له مخې دوه زره شپږ سوه کسان وژل شوي دي.

اوروپايي ټولنې ویلي چې دا نوي بندیزونه په دې صورت کې ځنډول کېدای شي چې روس د اوربند شرطونه ومني او خپل ځواکونه وباسي.

د روس د بهرنیو چارو وزیر سرګی لاروف دې بندیزونو ته له غصې ډک غبرګون ښودلی او ویلي یې دي چې که چېرې دا بندیزونه عملي شي نو دوی به ځوابي ګامونه پورته کړي.

خو هغه دا نه دي ویلي چې د دې ځوابي ګامونو بڼه به څه وي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG