د ملایشیا او وېتنام چارواکي وايي چې په هغو تصویرونو کې د ورکې شوې الوتکې څه نښې نشته چې د چین سپوږمکۍ په جنوبي چینايي سمندر کې موندلي دي. د ملایشیا دا الوتکه د شنبې پر ورځ په داسې حال کې ورکه شوې وه چې له کوالالمپوره، بیجینګ ته روانه وه او ۲۳۹ کسان په کې سپاره ول.