د روس د بهرنیو چارو مرستیال وزیر سرګې ریابکوف ویلي چې ماسکو به له ګواښونو ونه وېریږي.
د روس حکومتي اژانس ( ریا نووستي) د چارشنبې په ورځ د ریابکوف له خولې لیکلي چې د روس او ایران ترمنځ د سوداګرۍ پراختیا یوه طبعي پروسه ده چې پکې هیڅ داسې عناصر نشته چې له سیاسي یا اقتصادي پلوه چاته خطر پېښ کړي.
د روس کاروباري ورځپاڼې (کمرسانت) خبر ورکړی چې ماسکو له ایرانه د ورځې پنځه لکه بیرله تيل اخیستل غواړي.
که چېري دا تړون وشي نو د کارپوهانو په وینا ، دا به د ایران له خوا د تیلو د صادراتو له هغوحدونو سرغړونه وي چې تیرکال د نړۍ د ځواکمنو هیوادونو او ایران ترمنځ د لنډمهاله ایټمي تړون په لړ کې پرې خبرې شوې وې.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیرجان کري د دوشنبې په ورځ ویلي و چې که روس او ایران د تیلو قرارداد لاسلیک کړي، نو د دې امکان شته چې امریکا پرروس بندیزونه ولګوي.