د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا د نایجیریا تښتول شوو نجونو راخوشې کولو ته ودانګل


د امریکا ولسشمر براک اوباما
د امریکا ولسشمر براک اوباما

ولسمشر اوباما ویلي کېدای شي چې دا زړه ماتونکی اوقهرجن صورتحال به آخر نړۍواله ټولنه د بوکو حرام خلاف ګام پورته کولو ته چمتو کړي.

د امریکا ولسمشر براک اوباما وايي، هیواد به یې د بوکو حرام اسلامي اورپکې ډلې لخوا د تښتول شوو نجونو خوشې کولو لپاره له نایجیریا سره هر ډول ممکنې مرستې کوي، بوکو حرام وسله والې ډلې څه باندې ۲۰۰ نجونه برمته کړې دي.


پرون د سېشنبې پر ورځ چې بوکو حرام وسله والې ډلې د نایجیریا په شمال مشرقي ناارامه برخه کې نورې اته نجونه هم برمته کړې، نو ولسمشر اوباما په یوه ټیليوژني مرکه کې وویل، دنایجیریا ولسمشر ګډ لک جنتن د امریکا وړاندیز ومانه چې له مخه به یې په دغه هیواد کې امریکايي امنیتي ځواکونه ځای پرځای کېږي.

دیادې وسله والې ډلې مشر ابوبکر شیکاو د ګل پر ورځ یو ویډیو فلم خپور کړ چې پکې یې تیره میاشت د ۲۰۰ نجونو تښتولو ذمه واري منلې وه او ویې ویل چې هغوی یې د مینځو غوندې ساتلې دي. شیکاو دهړکه ورکړې چې تښتول شوې نجونه به په بازار کې پلوري.

ولسمشر اوباما ویلي کېدای شي چې دا زړه ماتونکی اوقهرجن صورتحال به آخر نړۍواله ټولنه د بوکو حرام خلاف ګام پورته کولو ته چمتو کړي.

بوکو حرام معنا، د لویدیځ تعلیم حرام دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG