د لاسرسي ځای

تازه خبر

'روسیه له اوکراین سره د جګړې په حال کې ده'


د اوکراين سرپرست ولسمشر الکساندر تورشينوف ويلي، روسيه د ده له هېواد سره د جګړې په حال کې ده او دا چې په ختيځ اوکراين کې له مسکو سره ځايي او ادارتي ملاتړ د دوی لپاره يوه غټه ستونزه ده.


نوموړي، چې د يکشنبې پر ورځ يې د اوکراين له يوه ټېلیویژن سره خبرې کولې، مسکو د اوکراين په ختيځو او جنوبي سيمو کې د بې ثباتۍ رامينځ ته کولو لپاره تورن کړ.

د اوکراين سرپرست ولسمشر وويل، روسيه غواړي د اوډيسا ښار تر خپل کنټرول لاندې راولي. خو د ده په وينا چې هېواد پالونکي اوکرايانيان د روسي پلوه بېلتونپالو، چې ده په اوډيسا کې د تاوتريخوالي لپاره تورن کړل، په مخنيولو کې بريالي شوي دي.

اليکساندر تورشينوف زياته کړه چې د ختيځ اوکراين زياتره پوليس سرتېري هم د روسي پلوه ډلو ملاتړ کوي، چې په خبره يې، په لوهانسک او دونڅک سيمو کې يې حالات په دراماتېکه توګه کړکېچن کړي دي.

نوموړي دغه راز وويل، چې د روسيې ځانګړي ځواکونو د اوکراين د ختيځو، جنوبي او ان دا چې په مرکز کې د ځينو سيمو د بې ارامه کولو هڅې وکړې، خو يوازې وتوانېدل چې په ختيځ کې د دونڅک او لوهانسک ښارونه اغېزمن کړي.

د اوکراين د سرپرست ولسمشر دا څرګندونې تر هغې وروسته مخې ته راغلې چې د روانې مياشتې په دويمه نېټه د اوډيسا ښار په کوڅو کې د اوکرايني ملتپالو او روسي پلوه کسانو تر مينځ جګړې وشوې او څلوېښت تنه پکې ووژل شول.

د اوکراين وزيراعظم ارسیني ياڅينوک د يکشنبې پر ورځ اوډيسا ښار ته ولاړ او هلته يې په وينا کې د دغه ښار د تاوتريخوالي د پېښو پړه پر روسيې واچوله.

هم د يکشنبې پر ورځ بيا په مسکو کې د روسيې مرستيال خارجه وزير ګرېګاري کاراسين وويل چې د اوډيسا له جګړو دا څرګنديږي چې اوکرايني مقامات د دې هېواد له روسي پلوه خلکو سره د يوه ډايلاګ په رامينځ ته کولو کې پاتې راغلي دي.

کاراسين زياته کړه، د اوډيسا وژنې بايد د ټولې نړۍ لپاره د خطر يوه زنګ وګڼل شي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG