د اوکراین لنډمهالی ولسمشر اولېکساندر تورشینوف وايي، بېګا په دونېڅک سیمه کې د بیلتونپالو ځواکونو په حمله کې ۱۳ سرتېري وژل شوي دي.
د دوشنبې (ګل) د ورځې له سهاره د ۴۱ څوکیو لپاره د رایې ورکولو عمل پیل شو. په دې کې د اترپردېش ۱۸، غربي بنګال ۱۷ او د بهار شپږ څوکۍ شاملې دي.
ولسمشر اوباما ویلي کېدای شي چې دا زړه ماتونکی اوقهرجن صورتحال به آخر نړۍواله ټولنه د بوکو حرام خلاف ګام پورته کولو ته چمتو کړي.
د اوکراين سرپرست ولسمشر الکساندر تورشينوف ويلي، روسيه د ده له هېواد سره د جګړې په حال کې ده او دا چې په ختيځ اوکراين کې له مسکو سره ځايي او ادارتي ملاتړ د دوی لپاره يوه غټه ستونزه ده.
د امريکا د متحده ايالاتو د منځنۍ او جنوبي اسيا په چارو کې د بهرنیو چارو وزارت مرستياله ايلين اوکنر وايي چې واشنګټن داسي نيت نه لري چې د افغانستان په هکله له مسکو سره خپله همکاري وځنډوي.
د امريکا مرستيال وزير جو بايډن به کيېف ته په خپل دوه ورځني سفر کې له سرپرست ولسمشر اولېکساندر تورشینوف، لومړي وزير ارسيني ياڅينيوک او د پارلېمان له غړو سره خبرې کوي.
سپینه ماڼۍ وایي، ولسمشر باراک اوباما د روس له ولسمشر ولادیمیر پوټین سره په ټیلیفوني خبرو کې په اوکراین کې د بیلتون غوښتونکیو سره په روسي مرستو اندیښنه څرګنده کړې.
په نننیو (د اپرېل لسمه) انتخاباتو کې واکمن کانګرس ګوند په ۱۴ ایالتونو کې پر ۹۱ څوکیو له بارتیه جنتا ګوند سره د سیالۍ په میدان کې دی.
د روس د بهرنیو چارو مرستیال وزیر سرګې ریابکوف ویلي چې ماسکو به له ګواښونو ونه وېریږي.
د اروپايي اتحاديې د بهرني سیاست مشرې کېترین آشټن ويلي، راتلونکې اونۍ به د امریکا، روس، او اوکراین له لوړ رتبه چارواکو سره د اوکراین د شخړې په هکله خبرې وکړي
د امریکا ولسمشر له روس وغوښتل چې خپل ځواکونه د اوکراین له پولې په شا کړي سپینې ماڼۍ په یوه بیان کې ويلي چې د روس ولسمشر ولادیمیر پوټین د جمعې پر ورځ خپل امريکايې هم منصب بارک اوباما ته ټیلفون وکړو.
د روس ولسمشر ولاديمير پوټین د دغه هيواد ګډې پارليمانې غونډې ته په ځانګړې وينا کې ويلي چې کرايميا هم پخوا او هم اوس د روس نه بېلېدونکې برخه وه.
نور وښیئ