د لاسرسي ځای

تازه خبر

اوباما: روس دې د اوکراین له پولې خپل ځواکونه وباسي


د امریکا ولسمشر له روس وغوښتل چې خپل ځواکونه د اوکراین له پولې په شا کړي سپینې ماڼۍ په یوه بیان کې ويلي چې د روس ولسمشر ولادیمیر پوټین د جمعې پر ورځ خپل امريکايې هم منصب بارک اوباما ته ټیلفون وکړو.

د امریکا ولسمشر له روس وغوښتل چې خپل ځواکونه د اوکراین له پولې په شا کړي
سپینې ماڼۍ په یوه بیان کې ويلي چې د روس ولسمشر ولادیمیر پوټین د جمعې پر ورځ خپل امريکايې هم منصب بارک اوباما ته ټیلفون وکړو.


د یوه ساعته ټیلفوني خبرو په ترڅ کې اوباما له روس وغوښتل چې د اوکراین د بحران په برخه کې یوه ډيپلوميټک وړاندیز ته چې واشنګتن وړاندې کړی، لیکلی ځواب ورکړي.

دغه ټیلفوني مکالمه تر دې وروسته وشوه چې اوباما پرون تر دې مخکې پر روس غږ وکړ چې ځواکونه د اوکراین له پولو په شا کړي.

د امریکا ولسمشر ( سي بي ایس) ټلویزیون ته وویل:

«موږ اوس سمدستي د وضعیت د هواري او حل لپاره اړتیا لرو، هغه په روس پورې تړاو لري چې خپل ځواکونه بیرته په شا کړي او مخامخ خبرې د اوکراین له حکومت او همداراز نړیوالې ټولنې سره پيل کړي»

د اوکراین د ملي امنیت د څانګې مشر اندرې پاروبې د پنجشنبې پر ورځ ویلي وو چې شاوخوا یولک روسي پوځیان د اوکراین له سرحد سره ځای پر ځای شوې دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG