د پاکستانيو او هندي ځواکونو ترمنځ د چارشنبې په ورځ پر کنټرول کرښه بيا نښتې پیل شوې دي. د مشال تر رڼا لاندې بحث کې د پاکستان پوځ له يوه پخواني چارواکي بریګېډیېر سيد نذير سره دا پوښتنه څېړلې چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو ښه کولو متبادله لار څه کېدائ شي؟
په اسلام آباد کي د سره جماعت یا لال مسجد ویاند احتشام احمد بیا وسله والو ډلو کي د ځوانانو د شموليت سبب نظریاتي او انتقامي ښيي
ډونلډ ټرمپ د شام د شپږ کلنی جګړې په اړه وويل، پکار ده دوی په شام کې روان ليونتوب نور پای ته ورسوي.
افغان چارواکي وايي چې افغانستان کې يې داعش سخت ځپلی خو څيړونکي او د پارليمان وکيلان وايي چې د دې ډلې ګواښ بايد ساده ونه ګڼل شي. چارواکي او څيړونکي زياتوي چې په افغانستان کې داعش د افغان ځواکونو په عملياتو کې مهم قومندانان له لاسه ورکړي خو دا ډله لا هم پر ولسي وګړو د بريدونو توان لري.
عراقي پوځیان د دوشنبې په ورځ د اسلامي دولت ډلې یا داعش جنګیالیو پر ضد یو ځل بیا د عملیاتو په خاطر سره غونډ شول.
افغان چارواکي وايي د کابل نننی بريد د وسله والو يو بزدلانه عمل ځکه دی چې عام وګړي يې پکې په نښه کړي دي. په دې اړه د افغان ولسمشر محمد اشرف غني د وياند مرستيال، دوا خان مينه پال سره زموږ همکار بشير ګواښ مرکه کړې.. دلته يې اوريدلی شئ.
د اګست په مياشت کې د ترکي د بهرنيو چارو وزير مولت چاوس اوغلو د اسلام اباد سفر وکړ او له چارواکو يې د فتح الله ګلن تر انتظام لاندې چلېدونکو ښوونځيو کې د ترکي د استادانو د اېستلو غوښتنه وکړه.
د فاټا سياسي ګوندونو اتحاد د اصلاحاتو عملی کولو لپاره احتجاجي لاريون اعلان کوی .
د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردوغان وايي، وسله والې ډلې د مسلمانانو هېوادونو ترمينځ کرکه زېږوي.
په بلوچستان کې له تېرو یوڅو مياشتو راهیسې د ترهګرۍ لويې پېښې رامنځ ته شوې، چې پکې په کوټه کې پر وکيلانو، پر پوليس روزنیز مرکز او په خضدار ضلعه کې پر يو مزار ځانمرګي بريدونه شامل دي.
د ترکي ولسمشر رجب طيب ارغان د چارشنبې په ورځ پاکستان ته رسېږي. نوموړی به د پارليمان ګډې غونډې ته وينا کوي. خو تحريک انصاف له غونډې د باييکاټ اعلان کړی دی. د بهرني هېواد د يوه مشر پاکستان ته ورتګ او پارليمان ته د هغه د وينا پر وخت د يوه لوی سياسي ګوند له لورې دغسې سياسي برخورد کول د څه ښکاروندويي کوي او ایا دا به د دواړه هېوادونو پر اړيکو څه اغيز وکړي او که څنګه؟ دا او نورې پوښتنې د مشال تر رڼا لاندې بحث کې د پاکستان له پخواني سفارتکار اياز وزير، د سياسي او پرمختيايي چارو پوه انور جمال یوسفزي او سياسي چارو پوه ډاکټر حسن عسکري سره څيړل شوي دي.
د پاکستان اسلامي نظریاتي کونسل پر نارینه و د ښځو د تشدد او زور زیاتي مخنیوي لپاره د قانون سازۍ په لړ کې پر وړاندیزونو غور کوي.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته