د لاسرسي ځای

تازه خبر

ځوانان څنګه له وسله والو سره یوځای کېږي؟


په اسلام آباد کي د سره جماعت یا لال مسجد ویاند احتشام احمد بیا وسله والو ډلو کي د ځوانانو د شموليت سبب نظریاتي او انتقامي ښيي

له تېرې يوه نيمې لسيزې راهيسې په خیبر پښتونخوا، قبايلي سيمو، بلوچستان او د پاکستان په نورو برخو کې د ترهګرۍ په سلګونو هغو پيښو ته په کتو سره چې په زرګونو ولسي وګړي یې وژلي او ژوبل کړي دي دا پوښتنه راپورته کېږي چې د پاکستان د امنيتي ادارو د هغو دعوو باوجود چې وايي په زرګونو وسله وال يې وژلي او ژوبل کړي دي، نو بیا وسله والې ډلې څنګه په خپلو ليکو کې جګړه مار ګماري.

د دې پوښتنې په ځواب کې د بلوچستان ترهګرۍ ضد ځواک پخوانی مشر عا مر خان مندوخېل وايي:

"يو ځوان ته چې کله روزګار تر لاسه شي نو له هغه سره یې د ټولې کورنۍ ژوند سوکاله شي، نو هغه بیا په ترهګري څه کوي، او یا د چا آله کار به ولې جوړېږي، خو د بلوچستان خوانانو تر ټولو لويه ستونزه بي روزګاري او غريبي ده. که تاسو وګورئ نو په قبايلي سيمو کې چې دا په ډبل کېبنو ګاډو کې شاته کوم ځوانان ټوپک په لاس له يو قومندان سره ناست وي، او څلوېښت پنخوس ځوانان له ځانه سره ګرځوي، په دغو غريزو سیمو کې ورته د میاشتې لس یا شل زره روپۍ تنخوا ورکوي، نو که پېښور دی که وزير ستان دی او که قبايلي سيمې --- زما په اند غريبي يې لويه وجه ده."

خو په قبايلي سيمو کۍ د وسله والو پر ضد د عملياتو مشر يو پاکستانی پوځي بريګېډيېر نديم له وسله والو ډلو سره د ځوانانو یوځای کېدل له غریبۍ سره سره نظریاتي وجوهات هم لري.

((که تاسو وګورئ نو ډېر داسې وسله وال دي چې تعليميافته دي او له سوکاله کورنيو سره يې تعلق دی لکه د بېلګي په توګه د کراچۍ په صفورا ګوټ کې بریدګر خو غريبان نه ول، نو زما په اند څه پکې نظریاتي توګه باندي هم دغو ډلو کې شموليت کوي ، خو اکثيرت پکې د غربت له امله شموليت کوي))

څه موده مخکې په باجوړ قبايلي سیمه کې د جګړه مارو د يوې ډلې تر نيولو وروسته ځايي چارواکیو د يوې پروژي له لاري دغه ځوانان بیا عادي ژوند ته د راوستو لړۍ پيل کړي وه. د دغه پروژې مشر د باجوړ قبايلي سيمې پخوانی مرستیال پوليټکل ايجنټ فیاض شيرپاو هم په وسله والو ډلو کې د ځوانانو ملګرتیا بې روزګاري ګڼي.

((په باجوړ کې آبادي ډېره ده او په يوه کورنۍ کې د نارينه کسانو شمېره تر اوو یا اتو پورې وي ، هلته روزګار نه شته، کارخاني نه شته او نه د کرکېلي لپاره پراخې ځمکې شتون لري، نو کله به چې موږ د دغو جګړه مارو له کورنيو سره خبرې کېدلې نو سبب به يې بې روزګاري او غربت ښودلو.))

خو په اسلام آباد کې د لال مسجد ویاند احتشام احمد بیا له وسله والو ډلو سره د ځوانانو یوځایکېدلو سبب نظریاتي او انتقامي ښيي.

دی وايي: ((د لاندې کچې د ټيټې کچې وسله وال د نظريې او یا د انتقام د جذبي له وجې وسره ملګري کېږي، خو زما د مالوماتو له مخې د دغه ډلو مشرانو ته پيسې ورکول کېږي او هغوی بیا دغه وسله وال تنکي ځوانان د خپلو مقصدونو لپاره کاروي.)

د احتشام احمد په خبره د تحریک طالبان پاکستان د وژل شوي مشر حکیم الله مسود تر مشرتابه پورې دغه ډلو نظریاتي جګړه پرمخ بیوله خو د ملا فضل الله تر مشرتابه پس اوس په دغه ډلو کې د پيسو عمل دخل زیات شوی دی.

XS
SM
MD
LG