د لاسرسي ځای

تازه خبر

ډونلډ ټرمپ د پارس تړون له وتو پر شا شوی


ډونلډ ټرمپ د شام د شپږ کلنی جګړې په اړه وويل، پکار ده دوی په شام کې روان ليونتوب نور پای ته ورسوي.

د امريکا منتخبه ولسمشر ډونلډ ټرمپ د اب و هوا په اړه د پارس له تړونه د وتو له ژمنې پر شا شوی دی.

د نيويارک ټايمز له مديرانو او خبريالانو سره د مرکې پر مهال ډونلډ ټرمپ اشاره ورکړه، په رښتيا هم فکر کوي چې انساني کړنې او نړيوال تودښې له يو بل سره تړاو لري.

د مرکې پر مهال ډونلډ ټرمپ وويل، د پارس تړون په اړه به خپل ذهن خلاص ساتي.

د انتخاباتي کمپاين پر مهال نوموړي چاپېريال ساتونکي او ساينس پوهان حيرانه کړل کله چې يې په جار وويل، امريکا به د پارس له تړونه را وباسي.

دونلډ ټرمپ د هيلري کلنټن په اړه خپل دريځ نرم کړی دی.
دونلډ ټرمپ د هيلري کلنټن په اړه خپل دريځ نرم کړی دی.

نوموړي د خپل ډېموکراټ ګوند سيالې هيلري کلنټن په اړه هم خپل دريځ نرم وښود.

د کمپاين پر وخت ډونلډ ټرمپ ويلي وو، که ولسمشر شو نو د هيلري کلنټن له لورې د هېواد د بهرنيو چارو وزيرې په توګه د شخصي برېښنا ليک دوسيه به څېړي.

نوموړي وويل، هيلري کلنټن ته هيڅ تاوان رسول نه غواړي ځکه دې بېلا بېل کړاوونه او ځورونې ليدلې دي.

ډونلډ ټرمپ به د جنورۍ پر شلمه نېټه د امريکا د ولسمشر په توګه سوګند اخلي.

په مرکه کې نوموړي دا خبره رد کړه چې له روس سره به تعلقاتو ته له سره کتنه کوي.

هيلري کلنټن ته هيڅ تاوان رسول نه غواړم ځکه چې هغې بېلا بېل کړاوونه او ځورونې ليدلې دي. ډونلډ ټرمپ

البته خپل دريځ يې تکرار کړ چې بايد واشنګټن او ماسکو په تېره بيا شام په اړه ا ړيکې ښې کړي.

ددې ترڅنګ نوموړي هغه خبره بيا وکړه چې د امريکا د عراق جګړه ددې هېواد د تاريخ ترټولو لويه تېروتنه وه.

ډونلډ ټرمپ د شام د شپږ کلنی جګړې په اړه وويل، په دې حقله ښه نظرونه لري خو نورجزيات ورنکړل.

نوموړي زياته کړه، دوی پکار ده په شام کې روان ليونتوب نور پای ته ورسوي.

XS
SM
MD
LG