د اګست په مياشت کې د ترکي د بهرنيو چارو وزير مولت چاوس اوغلو د اسلام اباد سفر وکړ او له چارواکو يې د فتح الله ګلن تر انتظام لاندې چلېدونکو ښوونځيو کې د ترکي د استادانو د اېستلو غوښتنه وکړه.
د فاټا سياسي ګوندونو اتحاد د اصلاحاتو عملی کولو لپاره احتجاجي لاريون اعلان کوی .
د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردوغان وايي، وسله والې ډلې د مسلمانانو هېوادونو ترمينځ کرکه زېږوي.
په بلوچستان کې له تېرو یوڅو مياشتو راهیسې د ترهګرۍ لويې پېښې رامنځ ته شوې، چې پکې په کوټه کې پر وکيلانو، پر پوليس روزنیز مرکز او په خضدار ضلعه کې پر يو مزار ځانمرګي بريدونه شامل دي.
د ترکي ولسمشر رجب طيب ارغان د چارشنبې په ورځ پاکستان ته رسېږي. نوموړی به د پارليمان ګډې غونډې ته وينا کوي. خو تحريک انصاف له غونډې د باييکاټ اعلان کړی دی. د بهرني هېواد د يوه مشر پاکستان ته ورتګ او پارليمان ته د هغه د وينا پر وخت د يوه لوی سياسي ګوند له لورې دغسې سياسي برخورد کول د څه ښکاروندويي کوي او ایا دا به د دواړه هېوادونو پر اړيکو څه اغيز وکړي او که څنګه؟ دا او نورې پوښتنې د مشال تر رڼا لاندې بحث کې د پاکستان له پخواني سفارتکار اياز وزير، د سياسي او پرمختيايي چارو پوه انور جمال یوسفزي او سياسي چارو پوه ډاکټر حسن عسکري سره څيړل شوي دي.
د پاکستان اسلامي نظریاتي کونسل پر نارینه و د ښځو د تشدد او زور زیاتي مخنیوي لپاره د قانون سازۍ په لړ کې پر وړاندیزونو غور کوي.
د کورنیو چارو وزیر وايي، په بلوچستان کې د اسلامي دولت وسله والې ډلې هېڅ وجود نشته.
دپيپلز ګوند مرکزي مشر جهانګیر بدر د خپلې طالبعلمۍ له وخته په سیاست کې پاتې شوی وو، او ګوندي ملګري وایي کله یې هم خپله سیاسي وفاداري بدله نه کړه.
د پاکستان پوځ د خېبر پښتونخوا په سوات کې د پوځي چاوڼۍ پر جوړولو کار پېل کړی دی. د پوځ مشر راحيل شريف د جمعې پر ورځ د سوات په کبل تحصيل کې د پوځي چاوڼۍ د بنسټ تيږي ايښودو پر مهال وويل چې له دې سره به په سوات کې امن ټينګ شي او د ترهګريزو فعاليتونو مخه به ونيول شي خو د سوات قامي جرګې يو مشر خورشيد کاکاجي وايي، که د پوځي چاوڼيو په جوړېدو سره امن پرځای کېدای نو د پېښور او کوټې په کډون به په هغو ښارونو کې امن پرځای شوی وای چيرته چې له مودو راهيسې پوځي چاوڼۍ شتون لري. نوموړي تور پوری کړ چې د پوځي چاوڼۍ جوړولو هدف يواځې په دغه سيمه کې د پوځ واک مظبوطول دي. خو د سوات امن کمېټۍ مشر ادريس خان بيا وايي چې په سوات کې بد امني زياته شوې او د پوليسو نظام کمزوری دی نو ځکه دوی په سوات کې د پوځي چاوڼۍ جوړولو غوښتنه وکړه. نوموړی زياتوي، دوی هيله لري چې د پوځي چاوڼۍ په جوړېدو سره به په سوات کې امن پرځای شي او د ولس ژوند به ورسره ښه شي. د نوموړي په خبره دغه پوځي چاوڼۍ د سواتيانو په خوښه جوړيږي. خو خورشيد کاکاجي بيا په غبرګون کې وايي چې پوځ زورور دی او د سيمې د ولس عمل او فکر دواړه يې يرغمل کړي او پر خپله ځمکه د چاوڼۍ جوړولو پر ضد غږ نه شي پورته کولای. بلخوا په سوات کې يوه مدني فعاله نيلم ابرار وايي که په سوات کې پوځي چاوڼۍ جوړه شي نو د دوی او نورو پښتنو مېرمنو ازادانه تګ راتګ به محدود شي. د دې په خبره د پوځي چاوڼۍ پر جوړولو لګېدونکي پيسې بايد په سوات کې د هغو ماشومانو پر تعليم ولګول شي چې پلرونه يې په پوځي عملياتو کې وژل شوي وي. د نوموړي په خبره د سوات په ګډون په ټول پاکستان کې امن هله راتلای شي چې رياست خپلې پاليسۍ بدلې کړي. مشال راډيو هڅه وکړه چې په دې اړه له پوځي او حکومتي چارواکو سره خبرې وکړي خو بريالي نه شو.
د پاکستان پوځ د جمعې په ورځ په خپاره یو بیان کې ویلي دي چې د خېبر پښتونخوا په سوات کې د پوځي چاؤڼۍ په جوړېدو سره به د سیمې ولس په ټولنیزه او اقتصادي توګه پرمختګ وکړي او د ژوند معیار به يې ښه شي. خو د سوات د قامي جرګې یو مخکښ مشر زاهد خان وايي ـــ په بنیادي توګه چاؤڼۍ او اقتصادي پرمختیا له یو بل سره هیڅ ډول تړون نه لري. نوموړی زیاتوي په سوات کې خلک ډیرې ځمکې نه لري او که چیرې خلک له خپلو ځمکو نه بې برخې شي نو د هغوی اقتصادي حالت به نور هم خراب شي. د پاکستان د پوځ یو پخوانی چارواکی او د دفاعي چارو کارپوه بریګیډیر سعد محمد خان بیا وايي چې د چاؤڼۍ په جوړېدو سره به د سیمې خلکو ته روزګار ترلاسه شي او د هغوی اقتصادي ژوند به ښه شي. په اسلام اباد کې د سیاسي او اقتصادي چارو پوه او خبریال اکرام هوتي بيا بېل نظر لري او وايي چې په تاریخي حواله د چاؤڼيو جوړولو عمل څلور اړخونه لري: وړومبی دا چې آیا دا چاؤڼۍ د خپل هېواد خلک جوړوي او که نه بهر ملکیان يې جوړوي لکه انګریزانو او فرانسویانو چې په اسیا او افریقه کې جوړې کړې وې. دویمه دا چې که چیرې خپل خلک چاوڼۍ جوړوي نو ایا د دې مقاصد د یو پوځي ریاست جوړول دي او که نه دا کار د دفاع لپاره کیږي. دریمه دا چې کله دا چاؤڼۍ جوړیږي نو ایا دې سره ولسي پرمختګ رامنځ ته کیږي او که نه ولسي بېقراري مخې ته راځي او څلورمه دا چې دوی کوم ځای کې چاؤڼۍ جوړوي نو هلته په اقتصادي او سماجي توګه د ولس ژوند څنګه دی؟ اکرام هوتي زیاتوي چې د ولس د شرکت پرته ټولنیز او اقتصادي پرمختګ نه شي کېدی
مونا نصیر پوښتنه کوي، که خبره امنیت ته د خطر وي نو د القاعدې مشر اسامه بن لادن، د وسله والو طالبانو مشر ملا عمر او د همدې ډلې بل مشر ملا منصور درې واړه په ظاهره، په پاکستان کې اوسېدل او بن لادن او ملا منصور د پاکستان دننه ووژل شول – نو بیا ولې پاکستان د هغوی ضد کارروايي ونکړه؟
د امریکا ولسمشرۍ لپاره د ریپبلیکنو کاندید ډونالډ جان ټرمپ د دغه هېواد ۴۵ ولسمشر وټاکل شو. د نوموړي ټاکنه به د پاکستان او افغانستان پر راتلونکې تګلاره څه اغېز وکړي او که څنګه؟ دا پوښتنه او نورې پوښتنې د مشال تر رڼا لاندې بحث کې له کارپوهانو سره څېړل شوې دي. د بحث کوربه عبدالحي کاکړ دی.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته