د لاسرسي ځای

تازه خبر

'فاټا اصلاحاتو لپاره یې پارلېماني غړي موثره غږ نه پورته کوي'


قبايلي مشران
قبايلي مشران

د فاټا سياسي ګوندونو اتحاد د اصلاحاتو عملی کولو لپاره احتجاجي لاريون اعلان کوی .

د قبايلي سيمو سياسي ګوندونو اتحاد د فاټا لپاره د حکومتي اصلاحاتو نه عملي کولو پرضد د دسمبر تر پنځلسمې نېټې په اسلام اباد او يا په پېښور کې د احتجاجې لاريون اعلان کړی دی. بلخوا په پارلېمان کې د قبايلي سيمو استازي وايي چې راتلونکې اوونۍ به په پارليمان کې د قبايلي سيمو اصلاحاتو په اړه يو قرارداد وړاندې کوي.

د قبايلي سيمو د سياسي ګوندونو اتحاد (فاټا الاینس) مشر نثار مومند له مشال راډيو سره په خبرو کې وويل چې راتلونکې اوونۍ يې د هغو سيمو د ټولو استازیو غوڼده رابللې ده، چې پکې به د فاټا اصلاحاتو نه عملي کولو پرضد تګلاره جوړوي.

"په غونډه کې به دا پريکړه کوو، چې د دسمبر تر پنځلسمې په پيښور او يا په اسلام اباد کې يو لوې لاريون وکړو. د قبايلي سيمو اصلاحاتو په اړه په پارلېمان کې بحث هم راغونډ شوی دی، نو بايد حکومت دغه اصلاحات عملی کړي، او په هغو سيمو د ملک د نورو برخو غوندې د ۲۰۱۸م کال په ټولټاکنو کې دغه سيمي هم شاملې کړی."

د نثار مومند په خبره د جمعيت علما اسلام (ف) ډلې علاوه ټول, سياسي ګوندونو د دوی حمايت اعلان کړی او له دوی سره ولاړ دی. د قبايلي سيمو اصلاحاتو لپاره د وزیراعظم ځانګړې کمېټۍ خپلې سپارښتنې د سپتمبر مياشتي په نهمه نېټه پارلېمان ته وړاندې کړې وي، چې تر هغه وروسته پرې بحث مکمل شوی دی، خو حتمي پرېکړه نه ده شوې. په هغو وړانديزونو کې قبايلي سيمي په خيبر پښتونخوا کې د ورګدولو سپارښتنه هم شامله وه.

په پارلېمان کې د کرمې اېحنسي غړي ساجد حسېن توری وايي که څه هم د قبايلي سيمو سياسي ګوندونو اتحاد هلې ځلې د ستاينې وړ دي، خو په اصلاحاتو معامله کې په بيړه دي.

''د سياسي ګوندونو اتحاديه په ځينو خبرو کې صبر نه کوي او هم اعتماد پرې کوي. زه هيله من يم چې په راتلونکې اوونۍ کې به په باقاعده توګه يو قرارداد هم وړاندې کوو او په دې لړ کې به قبايلو ته ښه زېری ورکوو.''

ساجد توري وويل چې په پارلېمان کې د قبايلي سيمو غړي مهم رول لري، او د اصلاحاتو په معامله يې په هر ځای کې اواز پورته کړی دی. خو د قبايلي سيمو سياسي اتحاد پخواني مشر اخونزاده چټان په دې معامله کې د قبايلي سيمو د پارلېمان غړیو کارکردګۍ څخه مطمين نه ښکاري.

''د سردار مهتاب عباسي ګورنري موده کې د پارلېمان غړیو له موږ سره اتحاد وکړو. موږ په دي پوهېدلو چې دوی له موږ سره دوکه کوي، خو موږ ويلي چې دا خلک ولس ته مالوم شي. موږ په ګډه هلې ځلې شورو کړي او کله چې حکومت سره مذاکراتو ته کېنستل نو دوی په اېجنډه کې اصلاحات شامل نه وو، بلکې خپلځان لپاره يې فنډونه او وزارت واخیستل. دغو غړیو موږ په نيمه لاره کې پرېښودو.))

اخونزاده چټان زياته کړه، چې وفاقي حکومت او ځينې نور عناصر نه غواړي چې قبايلي سيمې په خيبر پښتونخوا کې شاملې شي. خو د قبايلي سيمو اصلاحاتو لپاره د حکومتي کمېټۍ مشر سرتاج عزيز د نومبر په شپاړلسمه نېټه په اسلام اباد کې يوې غونډې ته ويلي ول، چې قبايلي سيمې په خيبر پښتونخوا کې په ضم کولو کې به تر پنځو کالو پورې وخت ولګېږي، او په هغو سيمو کې د ترهګرۍ ختمولو لپاره اصلاحات ضروري دي.

XS
SM
MD
LG